د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې به په پرمختيائي چارو كښې سپېځلتيا راولو، په وخت پروژې ترسره كول به باوري كولې شي، د لاهور اسلام آباد د 100 كلوميټره اضافي موټروے په جوړولو د اولس اربونه روپې زيان شوے. مراد سعيد

image

اسلام آباد 29 ستمبر (اے پي پي) د مواصلاتو او پوسټل سروسز وفاقي وزير مراد سعيد ئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې به په پرمختيائي چارو كښې سپېځلتيا راولو، په وخت پروژې ترسره كول به باوري كولې شي، د لاهور اسلام آباد د 100 كلوميټره اضافي موټروے په جوړولو د اولس اربونه روپې زيان شوے، پاكستان تحريك انصاف په كم لګښت موټروېز جوړوي. ده دا خبرې د شورو په ورځ د جهل جهاٶ- بېله لوئې لارې د بحال او اپ ګرېډېشن د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. وفاقي وزير ووئيل چې د كوئټه څخه تر كراچې د 796 كلوميټرے سړك په جوړېدو كار روان دے. د هوشاب- آواران په لويه لار هم په تندې سره كار روان دے، دا به د سيمې په پرمختګ كښې مهم كردار ترسره كړي. ده ووئيل چې جهل جهاٶ- بېله د سوئيلي بلوچستان يوه مهمه لويه لار ده، په بلوچستان او خېبر پښتونخوا كښې به د سړكونو جوړېدو په نتيجه كښې د خلقو د ژوند معيار ښه شي. ده ووئيل چې په سوئيلي پنجاب، ميانوالي او مظفرګړھ كښې خلق ستونزو سره مخ و، د دوي كشالې حل كولو لپاره به په وخت اقدامات كولې شي. وفاقي وزير ووئيل چې په سوئيلي خېبر پښتونخوا ، دير او سوات كښې د سي پېك ګټه خلقو ته رسي.

مضمون کا ماخذ : بولو دا میگا سینا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں