پاكستان به په افغانستان كښې امن او سياسي استحكام لپاره خپل كردر ادا كوي٬په انخلا كښې به د نړيوالې ورورولۍ مرسته روانه ساتلې شي۔د داخله وزير شېخ رشيد احمد د كاناډا هائي كمشنر سره ملاقات كښې خبرې

image

اسلام آباد 28 ستمبر (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي چې د پاكستان او كاناډا ترمينځه اړيكې ډېرې پخوانۍ دي٬ پاكستان به په افغانستان كښې امن او سياسي استحكام لپاره خپل كردر ادا كوي٬افغانستان يو خپلواكه هېواد دے كوم چې د خپلو پريكړو كولو پخپله اختيار لري۔ده د دې خيالاتو څرګدونه پاكستان لپاره د كاناډا هائي كمشنر كرسټين ګلمور سره په خبرو كښې وكړه چا چې د نهې په ورځ هغه سره ملاقات كړی۔په ملاقات كښې د پاك كاناډا دوه اړخيزه اړيكو پشمول د افغانستان او منطقې په مجموعي صورتحال تفصيلي خبرې اترې وشوې۔ په ملاقات كښې اتفاق وكړې شو چې په افغانستان كښې پائيدار امن د منطقې پرمختګ او د افغان وګړو خوشحالۍ لپاره ضروري دے او د افغان وګرو په بشري بنيادونو مرسته ضروري ده۔په دې موقع شېخ رشيد احمد ووئيل چې د پاكستان او كاناډا ترمينځه اړيكې پخوانۍ دي او د دې د لا فعالولو ضرورت دے٬ پاكستان به په افغانستان كښې د امن او سياسي استحكام لپاره خپل كردر ادا كوي۔ده ووئيل چې پاكستان به په انخلا كښې د نړيوالې ورورولۍ مرسته روانه ساتي۔ده ووئيل چې افغانستان يو خپلواكه هېواد دے٬د خپلو پريكړو پخپله كولو اختيار لري٬د افغانستان حكومت ته مشوره وركولې شو په كومه خاص پريكړه يې مجبوره كولې نه شو٬د طالبانو حكومت ته دا مهال د فنډز او انساني وسائل كمې دې٬د مالي او بشري وسائلو كمي له امله حكومت چلول د طالبانو لپاره يو لويې چېلنج دے۔داخله وزير ووئيل چې نړيواله ورورولي دې طالبانو له وخت او وسائل وركړي٬هيله ده چې طالبان به په خپلو لوظونو بشپړه عملدرآمد وكړي٬ د افغانستان څخه به په انخلا كښې د نړيوالې ورورولۍ مرسته روانه ساتلې شي۔په كاناډا كښې مېشته پاكستاني د دواړو هېوادونو سماجي او معاشي پرمختګ كښې كردار ادا كوي۔په دې موقع د كاناډا هائي كمشنر ووئيل چې كاناډا د هائي كمېشن په خواست د افغان وګړو په انخلا د پاكستان مننه كوو٬د افغانستان څخه غېر ملكي او افغان وګړو په ويستلو كښې د پاكستان كردار غېر معمولي كارنامه ده۔ده ووئيل چې مونږ په موجوده حالاتو كښې افغان وګړو سره په بشري بنيادونو مرسته كړی۔د پاكستان لخوا د 30 لكه افغان كډوالو كوربتوب د ستائنې وړ دے۔داخله وزير شېخ رشيد احمد د كاناډا هائي كمشنر ته باور وركړو چې پاكستان به د كاناډا په خواست نور كسان افغانستان څخه په ويستلو كښې مرسته كوي

مضمون کا ماخذ : بہت سے نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں