اسلام آباد29ستمبر (اے پي پي) د امريکې اوونيزې مجلې انجينئرنګ نيوز رېکارډ (اي اېن آر) د چين پاکستان راهداري (سي پېك) له مخئ د قراقرم هائي وے فېز -2 د (تھاکوټ-حوېلو) موټر وے له د غورهپروژې اېوارډ وركړے۔ د اي اېن آررپورټ له مخئ د قراقرم هائي وے فېز ټو د حوېلو نه تر تهاكوټ پروژه په سرنګونو٬ پلونو او په نورو تعميراتي كارونو اول لمبر ګرځولې شوې، د سي پېك تھاکوټ-حوېلو پراجيکټ د اي اېن آر د غوره پراجېكټ اېوارډ ګټلے ۔ د اي اېن آر له مخې د څو ساعته تجزيې او بحث نه پس پېنل نهم كال لپاره د غوره پروژو په مقابله كښې دا ټاكنه كړې۔ د يادونې وړ ده اي اېن آر په پراخه كچه تعميراتي صنعت كښې په زياتو مستندو اشاعتونو كښې يو ګڼلے كېږي۔ د دې منصوبې په مركزي ډهانچه كښې 60 لوي پلونه ، 45 مېنځني او كوچني پلونه٬ 11 فلائي اوورز٬ 464 پلټ، 40 انډر پاسز ، 6 ټنل ، تين انټر چينجز ، 2 سروس ايرياز شامل دي