کراچۍ 27ستمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان وئيلي دي په ټولنه كښې د زيات شوې جنسي جرمونو مخيوي له به حكومت٬ استاذانو او علماﺀ كرامو له په ګډه كار كول وي۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې دا خبره هغه د ګل په ورځ په كراچۍ كښې د علماء کرامو پلاوي سره په ملاقات كښې وكړه۔ په دې موقع وفاقي وزيرانو اسد عمر٬ علي زېدي٬ د سندھ ګورنر عمران اسماعيل، د سندھ صوبائي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر حليم عادل شېخ او د سندھ ځائي مشران هم موجود وو۔ملاقات كښې علماء کرامو وزيراعظم ته په قامي او نړيواله كچه ناموس رسالت٬ اسلامو فوبيا، ختمِ نبوتۖ او د اسلامي نړۍ اتحاد لپاره په پورته كړې اقداماتو پېرزوئنې وراندې كړې۔ پلاوي د وزيراعظم د مدينې رياست وژن تائيدولو سره هغه ته د خپل اړخهد بشپړ ملاتړ باور وركړو۔ وزيراعظم ووئيل د ټولنې په اصلاح كښې علماء کرام خاص كردار لري٬ په ټولنه كښې د زيات شوې جنسي جرمونو مخيوي لره به حكومت٬ استاذانو او علماﺀ كرامو له په ګډه كار كول وي