نامتو كامېډين عمر شريف په حق ورسېدو

image

اسلام آباد 02 اكتوبر (اے پي پي) نامتو كامېډين عمر شريف په المان كښې په حق ورسېدو. د خبر له مخې د عمر شريف كورنۍ تصديق كړے چې عمر شريف په المان كښې په حق رسېدلے. عمر شريف زړه په رنځ اخته و او دوه ورځې وړاندې د هغه د معالجې په غرض د ايئر اېمبولېنس د لارې امريكې ته روان كړے شوے و چې د سفر په مهال ئې طبيعت خراب شو. ائير اېمبولېنس په بېړنه توګه په المان كښې كوز كړے شو او عمر شريف روغتون ته ورسول شو. په روغتون كښې د هغه علاج روان و او د خالي په ورځ په حق ورسېدو.

مضمون کا ماخذ : بونانزا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں