اسلام آباد 06 ستمبر (اے پي پي)د پاك پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه وئېلي دي د پاكستان حفاظت٬پرمختګ او امن لپاره به د هېڅ ډول قربانۍ څخه ډډه نه كوو٬پاك پوځ هر ډول خطرو٬روايتي او غېر روايتي جنګ ښكاره او پټ دښمنانو سره جنګ لپاره ټول صلاحيتونه لري٬ كه كوم دښمن مونږ آزمائل غواړي نو هر وخت او په هر محاذ به مونږ چمتو ومومي٬د پوځ كاميابي د اولس په ملاتړ انحصار كوي٬مونږ له به انتشهار خپرونكو ځينو عناصرو مخ نيوې كول وي٬هيله لرو چې په افغانستان كښې به يو مستحكم او د ټولو ډلو نمائنده حكومت جوړ شي٬د پاكستان او هند د اړيكو ترمينځه د كشمير مسئله په زړه پورې حېثيت لري٬مونږ به په هره كچه د كشميريانو سفارتي٬سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتو۔د شهيدانو ورثا له باور وركوم چې د هغوي د خپلوانو قربانۍ به نه هېرولې شي او نه به بې ضائع لاړې شي۔ده د ګل په ورځ جنرل هېډكوارټر پېنډۍ كښې د دفاع او شهيدانو ورځ مركزي دستورې ته وېنا كوله۔په دستوره كښې صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د خاص مېلما په حېث ګډون كولو دغسې وفاقي وزيرانو٬پارليماني غړو٬جوائنټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن٬د سمندري او فضائي ځواكونو مشرانو٬غېر ملكي سفارتكارو٬د شهيدانو كورنيو٬غازيانو او عسكري چارواكو ګډون كولو۔سرلښكر ووئيل په دې كښې هېڅ شك نشته چې د هېواد دفاع يو مقدس فريضه ده٬زمونږ د شهيدانو قربانۍ د هېواد سره د مينې د دې جذبې څرګندونه ده۔ده ووئيل زمونږ مشرانو د خپلو قربانو څخه آزادي ترلاسه كړې كوم چې په اول كښې د سختو امتحانونو سره مخ شوي٬د 1948 يا ستمبر 1965 جنګ يا د 1971 جنګ٬د كارګل معركه يا د ترهه ګرۍ په ضد اوږد جنګ په هر آزمائش كښې پاك پوځ ثابته كړې چې مونږ په هر حال كښې د هېواد دفاع كول پېژنو او د دې لپاره هر ډول قربانۍ له چمتو يو۔سرلښكر ووئيل د شهيدانو ورثا له باور وركوم چې د هغوي د خپلوانو قربانۍ به نه هېرولې شي او نه به بې ضائع ځي۔نن دستوره د دې لوظ پخلې دې چې مونږ خپل شهيدان چرې هم نه دي هېر كړې او د هغوي د ورثا خيال ساتل زمونږ ذمه واري ده۔جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل د پاكستان حفاظت٬پرمختګ او امن لپاره به د هېڅ ډول قربانۍ څخه ډډه نه كوو۔ده ووئيل نن زمونږ شمېره د نړۍ په ښه پوځ كښې كېږي۔مونږ د هر ډول دښمن په مړانه مقابله كړې او ټول سازشونه مو ناكامه كړي۔تر ټولو لويه خبره دا چې په دفاعي قوت كښې خود انحصاري ترلاسه كولو سره د هېواد دفاع ناقابل تسخير جوړه شوې٬ په دې خبره كښې هېڅ شك نشته چې د پاكستان په ضد د دښمن ټولې حربې مو ناكامه كړي او هم د دې يووالي جزبې سره مونږ په هر مشكل كښې بريالې شوي يو۔ده ووئيل دا خبره مهمه ده چې د اولس د مرستې نه غېر پوځ د شګې ديوال ثابتېږي لكه څنګه چې مونږ په ګاونډي هېواد كښې وليدله۔د پوځ كاميابي تر ډېر حد د اولس په حمايت انحصار كوي٬مونږ له به دا حقيقت هم تر نظر ساتل وي چې په اوسني دور كښې د جنګ نوعيت بدل شوې٬اوس نيغ په نيغه د بريدونو په ځاې د كوم قام يو والې او نظرياتي پولې كمزورې كول٬د هغې په بېل طبقات كښې انتشهار خپرول٬د وګړو حوصلې كمزورې كولو لپاره د بېلو حربو نه علاوه د ټېكنالوجي او كميونيكېشن ذريعې هم استعمالېږي۔سرلښكر ووئيل مونږ د بهرني دښمنانو د حربو څخه خبر يو خو مونږ له به كورني انتشهار خپرونكو ځينې عناصرو مخ نيوې كول وي۔زمونږ د ټولو لپاره دفكر خبره ده چې ځينې وګړي د هېواد دښمن عناصرو په لاسو كښې استعمالېږي دې ته هائبرډ يا ففته جنرېشن وار وئېلې كېږي۔د دې مقصد د پاكستان جرړې كمزورې كول او د هېواد سلامتيا ته زيان رسول دي۔ده ووئيل مونږ به د هغوي منفي عزائم چرې هم كامياب نه كړو۔پاك پوځ او قانون نافذ كونكو ادارو نه علاوه چاله به هم د وسلې د نمائش او استعمال اجازه نشي وركولې كوم تن يا ډلې له به د لسانيت٬نظريې او مذهب په بنياد د رياست د بليك ميل كولو اجازه نشي وركولې٬سرلښكر ووئيل په جمهوريت كښې د پاكستان بقا ده او دا لا مستحكم كولو له به مونږ له د آئين پاسداري٬انصاف او د زغم په اصولو عمل كول وي۔كه پاكستان له پرمختګ كول وي نو خپلې ذاتي ګټې به شا ته اچول وي۔سرلښكر ووئيل مونږ د سيمې په صورتحال نظر ساتو٬په خاص توګه د افغانستان څخه د غېر ملكي عسكرو انخلا نه پس چرته چې د امن او استحكام يو موقع پیدا شوې٬دا د نورو خطرو او ستونزو سره هم مخ كېدې شي۔مونږ د افغانانو سلامتيا او پرمختګ غواړو او هيله لرو چې د ملګرو ملتونو پشمول د سيمې لويې طاقتونه به په افغانستان كښې د امن لپاره مثبت كردار ترسره كړي۔ده ووئيل مونږ د افغانانو د ستونزو څخه نه يوازې خبر يو بلكې د هغوي دړد هم محسوسو۔پاكستانيان عمر له نن هم د افغانانو سره ولاړ دے٬خواهش لرو چې د افغانستان ليډرشپ به ټولې چارې په ښه ډول ترسره كولو سره افغانان د امن او څوكالۍ پلو روان كړي۔ده ووئيل مونږ دا هم هيله لرو چې په افغانستان كښې يو مستحكم او د ټولو نمائنده حكومت جوړ شي٬د بشري حقونو پشمول د مېرمنو د حقونو به احترام وكړې شي او د افغانستان خاوره به د كوم بل هېواد په ضد استعمال نه شي۔دې سره سره دا هيله هم لرو چې په دې سخت وخت كښې به نړۍ افغانستان يوازې پرې نه ږدي۔سرلښكر ووئيل تر څو چې زمونږ د ختيزو پولو تعلق دې په هغې كښې د 2019 نه پس يو نوې صورتحال رامخې ته شوې خو پاكستان د زغم څرګندونې سره د يو ذمه واره او امن خوښې رياست ثبوت وركړې خو زمونږ امن خوښې خواهش دې زمونږ كمزورې ونه ګڼلې شي٬مونږ د كوم هم جارحيت بشپړه مقابلې كولو صلاحيت لرو٬مونږ د كشميري اولس د شهيدانو قربانو او په خاص توګه د سيد علي ګېلاني لويې هلو ځلو ته پیرزوينې وړاندې كوو او باور وركوو چې مونږ به په هره كچه د كشميريانو سفارتي٬اخلاقي او سياسي حمايت روان ساتو۔په دې موقع سرلښكر د صدر مملكت سره د شهيدانو په يادګار حاضري كولو سره فاتحه خواني وكړه۔په دستوره كښې ملي نغمې٬شهيدانو٬غازيانو او د شهيدانو كورنيو ته پیرزوينې او سلام وړاندې كولو لپاره بېل ډاكومنټريز هم وړاندې كړې شو۔