اسلام آباد۔7ستمبر (اے پی پی) پاك فضائيه ګرد هېواد كښې په خپلو ټولو ائیر بېسز او تنصیباتو د ستمبر 7 مه نېټه د شهيدانو ورځې په توګه ولمانځله۔ د ورځې پېل د كال 1965 او 1971 جنګونو شهيدانو او هغه ټولو وګړوز لپاره دعاګانو او قران خوانۍ څخه وكړے شو كومو چې د پاكستان جوړېدو نه تر دې دمه ګران هېواد لپاره خپل ځانونه قربان كړي دي۔ په دې لړ كښې مركزي دستوره په ايئر هېډ كوارترز اسلام آباد كښې وشوه۔ د پاك فضائيه مشر ائیر چیف مارشل ظهیر احمد بابر سدھو دستوره كښې خاص مېلمه ؤ۔ د 7 ستمبر يادګارې او تاريخي ورځې په موقعه خپل خطاب كښې ائير چيف هغه ټولو اتلانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كړې كومو چې ټول عمري ځانګړې مړانې سره د قام په غږ لبېك وئيلې او عظيم مقصد لپاره ئې د نورو نه وړاندې كېدو سره خپل ځانونه قربان كړي دي۔ ايئر چيف ووئيل د پاكستان فضائيه د منطقې بدلېدونكې وضعې نه ښه خبر ده او د پاكستان د سالميت او وقار دفاع لپاره چمتو ده۔ په دې خاص موقعه هغه ټولو كشميري وګړو سره هم د يووالي څرګندونه وكړه كومو چې د آزادۍ جنګ كولو سره د خپلو ځانونو قرباني وركړې ده۔ هغه د كشميري وروڼو او خوېندو د اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي مرستې هم بشپړه باور وركړو۔ شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو له ائیر چیف د شهيدانو په يادګار د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني ئې وكړه۔ دستوره كښې پرنسپل اسټاف آفیسرز، افسرانو، ائیرمېن او ګن شمېر سویلینز ګډون وكړو۔ دې نه وړاندې د دې تاريخي ورځې مناسبت سره کراچۍ كښې د پائلټ آفیسر راشد منھاس شهید (نشانِ حېدر) په قبر ائیر وائس مارشل زعیم افضل د پاك هوائي ځواك مشر لخوا د ګلونو څادر خپور كړو او فاتحه خواني ئې وكړه۔ ګرد هېواد كښې د پاك هوائي ځواك نورو شهيدانو په قبرونو هم دا ډول دستورې وكړې شوې۔