اسلام آباد۔7 ستمبر(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي حكومت د اقليتونو سماجي او معاشي پرمختګ لپاره ګامونه پورته كوي٬ د تعليم اوم سركاري ملازمتونو ترلاسه كولو كښې به د اقليتونو ډاډګيرنه كول وي٬ د مذهبونو ترمينځه همغږۍ ته وده وركولو له به د مكالمې روايت عام كول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د چيلا رام كيولاني په مشرۍ كښې قامي اقليتي كمېشن سره خبرو كښې وكړه كوم چې د نهې په ورځ هغه سره ملاقات وكړو۔ صدر مملكت ووئيل حكومت د اقليتوننو سماجي او معاشي پرمختګ لپاره ګامونه پورته كوي۔ حكومت د اقليتونو د عبادت ځايونو حفاظت او خيال ساتلو لپاره هم بشپړه هڅې كوي۔ هغه ووئيل حكومت اقليتونو لپاره په سركاري ملازمتونو كښې 5 فيصده كوټه مقرر كړې ده۔ هغه ووئيل اقليتي لارښود دې خپله كميونټي كښې د ځوانانو پام تعليم او سركاري ملازمتونو پلو وګرځوي۔ صدر ووئيل د پاكستان آئين اقليتونو ته يو برابر حقونه وركوي۔ رياست د اقليتونو قامي چوكاټ كښې د شاملولو عزم لري۔ هغه ووئيل حكومت د اقليتي ورورولۍ طالبعلمانو ته تعليمي وظيفې وركوي او هغوي سره مالي مرسته كوي۔ د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې د اقليتي ورورولۍ ځوانان او مېرمنې كاروبار لپاره قرض ترلاسه كولې شي۔ هغه هيله ولرله چې قامي اقليتي كمېشن به د مذهبونو ترمينځه د همغږۍ او امن ودې له خپل كردار ترسره كوي۔ پلاوي صدر اقليتونو ته د پیښو مسئلو نه خبر كړو۔ صدر پلاوي ته د دغه مسئلو حل كولو له د كردار ترسره كولو باور وركړو۔ پلاوي د اقليتونو د حقونو تحفظ له هڅو په كولو او په دې كښې د ذاتي خوښۍ په لرلو د صدر مملكت د كردار ستائنه وكړه۔