د حضور نبي كريم صلی اللہ علیه واله وسلم د پاك ژوند خپلول په دنيا او آخرت كښې د كاميابۍ ضمانت وركوي٬ خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي

image

اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي چې دا ننۍ ورځ د الله تعالی په حضور كښې د شكر سجدې كولو ورځ ده چې هغه مونږ ته د نبي آخر الزمان صلی اللہ علیه واله وسلم د امتي كېدو شرف وبخښلو ٬ د ژوند په هره څانګه كښې د سركار دو عالم صلی الله عليه وآله وسلم پاك سيرت زمونږ لپاره بهترينه نمونه ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د عيد ميلاد النبي په موقعه خپل پېغام كښې وكړه۔ په دې موقعه اولس ته د عيد ميلاد النبي مباركي وركولو سره مخدوم شاہ محمود قرېشی ووئيل اللہ تعالیٰ نبي كريم صلی اللہ علیه واله وسلم يوازې مسلمانانو لپاره نه بلكې ټولو جهانونو له رحمت جوړ كړې رالېږلې دې۔ هغه ووئيل د حضور نبي كريم صلی اللہ علیه واله وسلم د پاك ژوند خپلول په دنيا او آخرت كښې د كاميابۍ ضمانت وركوي۔ هغه دعا وكړه چې الله دې د دې ورځې په بركت پاكستان د كورنيو او بهرنيو خطرو نه محفوظ وساتي او دا دې تر قيامته قائم دائم وساتي۔ هغه سيمه كښې امن ٬ كشميري اولس ته د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو او د مسلمانانو ترمينځه اتحاد له هم دعا وكړه۔

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری لائیو
متعلقہ مضامین
مزید خبریں