د قومي اسمبلۍ سپيكر او دوهم سپيكر د محمد يعقوب په مړينه غمرازي ښكاره كړه

image

اسلام آباد۔20اکتوبر(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر اسد قېصر او دوهم سپيكر قاسم خان سوري د قومي اسمبلۍ پخواني دوهم سپيكر سردار محمد يعقوب په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كړې ده۔ د شورؤ په ورځ د غمرازۍ خپلو جلا جلا پېغامونو كښې هغوي غمجنې كورنۍ سره غمرازي ښكاره كولو سره ووئيل په دې سخت وخت كښې مونږ تاسو سره په غم كښې يو برابر شريك يؤ۔ هغوي ووئيل د پخواني دوهم سپيكر په حېث د سردار محمد يعقوب سياسي او سماجي خذمات به ټول عمري ياد ساتلې شي۔ هغوي ووئيل د سردار محمد يعقوب په حق رسېدو سره د غمجنې كورنۍ او د هغه د حلقې د خلكو نه پوره كېدونكې زيان شوې دې۔ هغوي دعا وكړه چې لوئې څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځائې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں