لاهور 12 ستمبر (اے پي پي) د مسلم ليګ (ن) لارښود او د ريلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق وئيلي دي د پاكستان ګڼ شمير وګړي د سيلاب له امله ځپلې شوي او دې سره سره د ريلوے ټريك ته هم زيان رسيدلے دے،د هېواد شتمندو ته د سيلاب ځپليو لپاره د مرستي اپيل كوم، دا مهال سياست كولو ته حاجت نشته۔د ګل په ورځ احتساب عدالت ته د وړندې كيدو په موقع ميډيا سره په خپلو خبرو كښې خواجه سعد رفيق ووئيل د وفاقي حكومت پشمول ټولي اداري د سيلاب ځپليو مرستي له هلي ځلي كوي، د سيلاب ځپليو مرستي لپاره چا څوك نه دې منع كړې،هر سياسي ګوند خپل خپل كردار ترسره كوي،دا د يو بل سره د جهګړو وخت نه دے۔د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل آئي اېم اېف سره لوظنامه كيدونكي وه دغسې د خزاني پخواني وزير شوكت ترين د هېواد ډيفالټ كولو غلط حركت كړے۔ده ووئيل يو ليډر پرله پسې په حكومت بريدونه كوي دغسې چې حكومت څه كار ونه كړي