په پاكستان سېټيزن پورټل د درج شويو وګړو شمېره د 37 لكه نه زياته شوې. د وزيراعظم دفتر

image

اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) په پاكستان سېټيزن پورټل د درج شويو وګړو په شمېره كښې ريكارډ اضافه شوې ده. د وزيراعظم دفتر له مخې د وزيراعظم ډيلېوري يونټ لخوا مياشتنې شمېرې جاري كړې شوې دي. د شمېرو له مخې په پاكستان سېټيزن پورټل د درج شويو وګړو شمېره د 37 لكه نه زياته شوې. د پنجاب څخه 22 لكه، د خېبر پښتونخوا څخه 6 لكه او د سندھ څخه 5 لكه وګړي په پاكستان سېټيزن پورټل رجسټر كړے شوي دي. د بلوچستان څخه په پورټل 51 زره او د وفاق څخه 77 زره وګړي رجسټرډ دي. د وزيراعظم دفتر له مخې په پورټل 4.4 مليونه شكايات درج كړے شوي دي. د پاكستان څخه 42 لكه او د سمندر پورې پاكستانيانو لخوا 2 لكه 15 زره شكايات ترلاسه شوي دي. په پورټل تر اوسه 40 لكه شكايات ترسره كړے شوي دي. د پاكستان سېټيزن پورټل په كاركردګۍ 46 فيصده وګړو د اطمينان څرګندونه كړې ده.

مضمون کا ماخذ : موبائل سے لاٹری کھیلیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں