اسلام آباد 10 دسمبر (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي طلباء دې د انفارميشن ټيکنالوجۍ په څانګه كښې مهارت تر لاسه كړي٬ د بلوچستان ځوانان دې د كامياب جوان پروګرام څخه استفاده وكړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د بلوچستان ريذيډنشل کالج لورالائي زده كوٶنكو پلاوي سره په ملاقات كښې كړې۔ د ايوان صدر ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د بلوچستان زده كوٶنكي (هلكان او انجونه) دې د حكومت د تعليمي سكالرشپس سكيم څخه ګټه پورته كړي٬ حكومت د احساس سکالرشپ پروګرام له مخې 50 زره سكالرشپس وركوي۔ ده ووئيل د کامياب جوان پروګرام له مخې په آسانو شرائطو كاروباري قرضې ترلاسه كېدې شي۔ په دې موقع زده كوٶنكو صدر د خپلو مسئلو نه خبر كړو او صدر مملكت دوي ته د دې مسئلو د حل كولو باوري وركړو۔