اسلام آباد۔18دسمبر(اے پی پی) د وزيراعظم د مذهبي همغږۍ او د منځني ختيز چارو خصوصي استازي علامه حافاظ طاهر محمود اشرفي وئيلي دي په پاکستان کښې د عربي ژبې د ودې او خپرولو لپاره، په سکولونو، کالجونو او مدرسو کښې د عربۍ ژبې لنډ کورسونه پیل كوؤ۔ د افغانستان په صورتحال 41 كاله وروستو او آئي سي كنفرنس كوؤ ٬ د پاكستان هڅو سره د نړۍ هېوادونو افغان حكومت سره خبرې كړې دي۔ د خالي په ورځ په اسلام آباد كښې خبري كنفرنس ته خطاب كښې هغه ووئيل په ټوله نړۍ كښې ” د عربۍ ژبې ورځ” لمانځلې شي له دې كبله حكومت پرېكړه كړې ده چې په پوهنتونونو ٬ كالجونو او مدرسو كښې د عربۍ ژبې ودې او د دې خپرولو له به كورسونه پېل كولې شي۔ د دې كورسونو لړۍ به جنورۍ كښې پېل شي۔ خصوصي نمائنده ووئيل عربۍ ژبه زده كولو سره به عمره او حج له تلونكې كسانو ته ګټه وشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل هېواد كښې د عربۍ ژبې اشاعت او ودې له تګلاره وضعه كوؤ۔ د او آئي آسي كنفرنس په اړه هغه ووئيل په دې كنفرنس كښې ګډون كولو له د 57 هېوادونو پلاوي پاكستان ته راځي كومو چې پاكستان كښې په امن د باور څرګندونه كړې ده۔ هغه ووئيل وزيراعظم عمران خان به د او آئي سي كنفرنس ته خطاب كوي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د سعودي عربستان څخه افغانستان ته د مرستې سامان رسولې شوې دې۔ هغه ووئيل ټول اولس د سيالكوټ پېښې غندنه كړې ده۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل په پاكستان د ټولې نړۍ باور دے او پاكستان يو امن خوښوونكې هېواد دے