وزيراعظم عمران خان د ميانوالي پرمختګ لپاره د روغتيا، تعليم او سړكونو جوړولو د 36 اربه روپو د پروژو د بنياد تيګه كېښوده، د درې پروژو پرانسته

image

ميانوالي 11 دسمبر (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د ميانوالي پرمختګ لپاره د روغتيا، تعليم او سړكونو جوړولو د 36 اربه روپو د پروژو د بنياد تيګه كېښوده او د دې درې پروژو پرانستې ئې هم وكړه. وزيراعظم عمران خان د خالي په ورځ د ميانوالي پرمختګ لپاره د د 23 پروژو د بنياد تيګه كېښوده په كومو به چې 36 اربه روپې اخراجات راځي. ده د 5.4 اربه روپو په لګښت سره د ترسره شويو 3 پروژو پرانسته هم وكړه چې پكښې د ميانوالي سرګودها سړك جوړولو پشمول د سټي پارك او نمل تالاب سره نزدې د مياواكي ځنګل پروژې شاملې دي. وزيراعظم د 2.7 اربه روپو په لګښت د كالاباغ شكر دره د 38 كلوميټره سړك او د دوه اربه روپو په لګښت د ميانوالي روغتون د اپ ګرېډېشن د پروژو پرانسته هم وكړه. په دې موقع وزيراعظم عمران خان اولسي غونډې ته وېنا هم وكړه. وزيراعظم عمران خان ووئيل چې د پاكستان پرېكړې به د اولس د هيلو له مخې كولې شي، د مسئلو حل لپاره ټولو سره خبرو ته تيار يو، د قانون د سرلوړې نه بغېر قومونه تباه كېږي، هېواد لوټ كوونكو ته به نه اېن آر او وركړې شي او نه به دوي سره كوم تفاهم وكړے شي، په مهذب ټولنو كښې غلو سره ډيل نه كېږي، وخت به ثابته كړي چې قوم به مايوس نه كړم، په تېر وخت كښې كوم حكومت كله هم د غريبانو فكر نه دے كړے، زمونږ په پنځه كلن دور كښې به وروستو پاتې سيمې تر ټولو زيات پرمختګ كوي، ګراني د ټولې نړۍ مسئله ده، د ګرانې تر ټولو لويه وجه د كورونا نړيواله وبا ده، د كورونا له امله تجارت كم شوے او د څيزونو بېعې لوړې شوې دي خو نن هم پاكستان په نړۍ كښې تر ټولو ارزان هېواد دے، په درې څلور مياشتو كښې به د څيزونو بيعې ټيټې شي، تر مارچ پورې به په پنجاب كښې هره يو كورنۍ د روغتيا كارډ ولري، كور جوړولو لپاره د سود نه بغېر قرض وركولې شي، د 62 لكو نه زياتو ځوانانو ته لوړو زده كړو لپاره د 47 اربه روپو وظيفې وركولې شي، ځوانان دې د راتلونكو بلدياتي ټاكنو تياري وكړي او په ټاكنو كښې دې په بشپړه توګه ګډون وكړي، د ميانوالي نمل پوهنتون به د پاكستان آكسفورډ پوهنتون وي كوم ته به چې د ټول هېواد څخه زده كوونكي راځي. وزيراعظم د خپلو كاركنانو خاص مننه كولو سره ووئيل چې كه نن زه وزيراعظم يم نو په دې كښې تر ټولو زيات كردار د ميانوالي د ځوانانو دے. وزيراعظم ووئيل چې كله زمونږ حكومت پنځه كاله پوره كړي نو په وروستو پاتې سيمو كښې تر ټولو زيات پرمختګ شوے وي او دا به تاريخي پرمختګ وي كوم چې په تېر وخت كښې نه دے شوے. ده ووئيل چې د ميانوالي اولس سره مې لوظ كړے و چې كله هم الله تعالٰی موقع راكړي نو خپلې كاكردګۍ او خدمت سره به د احسان بدل وركوم. وزيراعظم ووئيل چې زما هڅه ده چې په وروستو پاتې سيمو كښې تر ټولو زيات پرمختائي كارونه ترسره شي. ده ووئيل چې تر ټولو زيات پام تعليم ته كوم چې دغسې په سكولونو كښې د تعليم معيار ښه شي او مېرمنې هم غوره تعليم ترلاسه كړې شي. وزيراعظم ووئيل چې كه ستاسو مرسته نه وه نو نن به دلته نه وم، تاسو تل زما ملګرتيا كړې ده او زما لوظ دے چې تاسو به كله هم مايوسه نه كړم. پاكستان د يو عظيم خوب د ترسره كېدو نوم دے، په دې خوب بهه قوم يو عظيم قوم جوړوم. وزيراعظم ځوانانو ته ووئيل چې د راتلونكو بلدياتي ټاكنو تياري وكړي. د دې څخه وړاندې ميانوالي ته په رسېدو وزيراعظم عمران خان د يو شمېر پرمختيائي چارو پرانسته وكړه او د ډېرو پروژو د بنياد تيګه ئې هم كېښوده. غونډې ته د پنجاب وزيراعلٰۍ سردار عثمان بزدار او د قومي اسمبلۍ غړي امجد علي خان هم وېنا وكړه. په غونډه كښې د ميانوالي پشمول د سيمې اولس او په خاص توګه ځوانان په بشپړه توګه ګډون وكړو.

مضمون کا ماخذ : ٹکٹ خریدنے کے حوالے سے الفاظ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں