بدعنواني د بې وزلۍ له منځه وړلو، د ژوند معیار ښه کولو او خلکو ته د صحت او تعلیم معياري آسانۍ وركولو په لاره کښې لوی خنډ دې، خارجه وزير شاہ محمود قریشی

image

اسلام آباد۔14دسمبر(اے پی پی)د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي وئیلي دي چې بدعنواني د بې وزلۍ له منځه وړلو، د ژوند معیار ښه کولو او خلکو ته د صحت او تعلیم معياري آسانيو وركولو په لاره کښې لوی خنډ دې، نړيوالې ورورولۍ له به د ګردې نړۍ خلكو غوره سباؤن باوري كولو له د بدعنوانۍ په چېلنج قابو موندل وي۔ د نهې په ورځ د مصر په شرم الشېخ سيمه كښې د رياستي ګوندونو كنفرنس 9 مې غونډې ته خپل ورچول خطاب كښې خارجه وزير ووئيل كووډ -19 د بدعنوانۍ لعنت د لاسه رامخې ته شوې عدم مساوات په ډاګه كړې دي۔ خارجه وزير په ګرده نړۍ كښې د خلكو غوره سباؤن باوري كولو له د بدعنوانۍ په چېلنج په فعاله توګه د قابو موندلو په حاجت زور راوړو۔ هغه ووئيل پاكستان د احتساب ٬ سپېځلتيا او استحكام په غرض د مستحكم نظام جوړولو او د دې مضبوطولو له يو شمېر ګامونه پورته كړې دي۔ پاكستان په سركاري څانګه كښې سپېځلتيا ته وده وركولو له اوسنۍ قانون سازي كړې ده په كوم كښې چې وګړو ته د حق په ترلاسه كولو كښی آساني وركول شامل دي۔هغه ووئيل پاكستان په بدعنوانۍ قابو موندلو له آئي سي ټي ټولز هم كاروي په كوم كښې چې پاكستان سټيزن پورتل اېپلي كېشن هم شامل دې دغسې چې د حكومتي ادارو او پبلك آفس هولډرز د همكارۍ ډول حكمرانۍ او احتساب ته وده وركړې شي۔ خارجه وزير “محفوظ مالیاتی پناہ ځايونه ” هم په ډاګه كړل كومو چې د بدعنوانه كسانو د احتساب كولو هڅې ناكامه كړي دي۔ خارجه وزير د رياستي ګوندونو په كنفرنس زور راوړو چې هغه دې د سنګين معاشي ناانصافو مخنيوي له د رقم غېر قانوني ترسيل بندولو له يوه بشپړه تګلاره وضعه كړي ولې چې د بدعنوانۍ مخنيوي لپاره موجوده نړيواله تګلاره د غلا شويو اثاثو بېرته راوړلو لپاره كافي نه ده او د دې د لارې پرمختګ كوؤنكي هېوادونه دغه اثاثې بېرته راوړل باوري كولې نه شي۔ هغه د غلا شويو اثاثو بېرته راوړلو په لاره كښې د ولاړو ټولو خنډانو لرې كولو له د مضبوط سياسي عزم په حاجت هم زور راوړو۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں