عمران خان د پاكستان پرمختګ لپاره كار كړے، د ده په پالېسو مكمل اعتماد كوم. د بلور كورنۍ جشم و چراغ غضنفر بلور صوبائي وزيرانو سره يو ځائ خبري كانفنس ته وېنا

image

پېښور 12 دسمبر (اے پي پي) د بلور كورنۍ جشم و چراغ غضنفر بلور وئيلي دي چې په پاكستان تحريك انصاف كښې د ګډون كولو زما ذاتي پرېكړه ده، غلام بلور مو د والد درجه لري، هغه لپاره احترام لرم، ما په كال 2013م كښې په ټاكنو كښې برخه اخستې وه، عمران خان هېواد ته پرمختګ وركړے، كه پرمختګ نه و نو په خېبر پښتونخوا كښې به بېرته د پي ټي آئي حكومت نه راتللو. ده دا خبرې د خېبر پښتونخوا د صحت او خزانې وزير تېمور سليم جهګړا او د تعليم صوبائي وزير كامران بنګش سره يو ځائ د پېښور په پرېس كلب كښې خبري كانفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې. غضنفر بلور ووئيل چې په هر يو حكومت كښې مشكلات راځي، د كورونا وائرس وبا ټوله نړۍ آغېزمنه كړې ده، عمران خان په حالاتو قابو موندلې، په اے اېن پي كښې هم يو وركر وم او په پي ټي آئي كښې به هم د يو كاركن په حېث كار كوم، زه په رسمي توګه په پي ټي آئي كښې د ګډون كولو اعلان كوم. ده ووئيل چې كوم خلق وائي چې زه سياست كس نه يم، دوي دروغ وائي، زه په سياسي كورنۍ كښې زېږېدلې يم، ماته دې بل څوك سياسي تعليم نه راكوي. په دې موقع د خېبر پښتونخوا صوبائي وزير كامران بنګش ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف د ټول خېبر پښتونخوا مقبول ګوند دے، د بدلون هواګانې اول په خېبر پښتونخوا او بيا په ټول پاكستان كښې وچلېدې. ده ووئيل چې د خېبر پښتونخوا ځوانان اوس هم په عمران خان باور لري، د غضنفر بلور او د هغه د كورنۍ د 5 لسيزو خدماتو ته د قدر په سترګه ګورو. غضنفر بلور ته د عمران خان، وزيراعلٰی او د ټول ګوند د غړو لخوا هركلې وايم.

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے سستے ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں