پاکستان د امن سره ولاړ دے ، افغانستان كښې امن لپاره هم پاکستان خپل کردار ترسره كوې،وزيراعظم عمران خان

image

لاهور 13 دسمبر (اے پي پي) وزير اعظم عمران خان وئيلي دي پاکستان د امن سره ولاړ دے دغسې د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره هم پاکستان لوي قربانۍ وركړي او په افغانستان كښې امن لپاره هم پاکستان خپل کردار ترسره كوې،د اولس ښېكړې او بنيادي آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ٬ كومو لپاره چې به ټول اقدامات باورې كولې شي۔د دې خيالاتو څرګنتدونه ده د ګل په ورځ لاهور ګورنر هاؤس كښې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور سره ملاقات كښې د خپلو خبرو په مهال وكړه۔ د پنجاب ګورنر وزيراعظم د برتانيې دورې په مهال د برتانيې پارلماني غړو ٬ سپيکر ،وزيرانو او نورو 100 څخه زيات شخصياتو سره د شوو ملاقاتونو نه خبر كړو ، دغسې وزيراعظم عمران خان د پنجاب ګورنر كامياب دوره وستائله۔ د پنجاب ګورنر وزيراعظم ته ووئيل د برتانيې دورې په مهال ملاقاتونو كښې په افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان اقدام ،بلين ټري منصوبې ،د پاك ستان او برتانيې اړيكو او نورو چارو په اړه خبرې شوي او ما د برتانيې پارلماني غړي امن راوستو او د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د پاکستان د اقداماتو په اړه خبر كړي كوم چې د برتانيې پارلماني غړو ستائلي ۔د پنجاب ګورنر د ترکيې دورې په اړه هم وزيراعظم ته ووئيل۔چوهدري محمد سرور وزيراعظم ته ووئيل د برتانيې وزيران ، پارلماني غړي ،لارډز او د مختلفو سياسي ګوندونو 20 څخه زيات وګړي به د پاكستان دوره كوي۔ده ووئيل د برتانيې پارلماني غړو د پاکستان بلين ټري منصوبه او د کورونا وبا په مهال د سمارټ لاك ډاؤن پشمول نور اقدامات هم ستائلي۔چوهدري محمد سرور وزيراعظم عمران خان ته د ملاقات په مهال ووئيل د پنجاب آب پاك اتھارټي د 1500 نه په زياتو منصوبو د لاهور پشمول نورو ښارونو او كليو كښې كار كوي۔ده ووئيل د اين جي اوز په اشتراك سره هم وګړو له د څښلو پاكې اوبه وركولې شي او پوهنتونونو كښې اصلاحات لپاره هم ګامونه پورته كړے كېږي۔

مضمون کا ماخذ : پاور بال کے اعدادوشمار
متعلقہ مضامین
مزید خبریں