اسلام آباد 14دسمبر(اے پی پی)د غذائي تحفظ او تحقيق وفاقي وزير سيد فخر امام وئېلي دي حكومت د بهرنو هېوادونو زندانونو څخه د 16 زره څخه بنديوانو هېواد ته په راوستلو كښې كاميابي ترلاسه كړې۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ د كډوالو نړيوالې ورځې په مناسبت سره دستورې ته د وېنا كولو په مهال كړې۔ده ووئيل حكومت د بهر هېوادونو د زندانونو څخه د 16 زره بنديوانو هېواد ته په راوستلو كښې كاميابي ترلاسه كړې۔ده ووئيل حكومت كډوالو ته د ورمخې ته شوو مسئلو حل لپاره عملي اقدامات كوي۔ده ووئيل موجوده حكومت د سمندر پورې پاكستانيانو په ستونزو كښې كمي راوستلو لپاره چې كوم اقدامات كړي د هغې ګټورې نتيجې رامخې ته شوي٬كډوالو ته ورمخې ته شوې مسئلې او د هغې حل لپاره راجوړې كړې دستوره كښې د سمندر پورې پاكستانيانو بنديوانو بېرته راوستلو غوندې موضوعات باندې د پارليمان غړو٬د سول سوسائټۍ استازو او پوهانو خپلې رائې وركړي۔وفاقي وزير ووئيل د ستونزو باوجود د سمندر پورې پاكستانيانو لپاره د آسانۍ معارفي كولو درناوے د موجوده حكومت دے