عمران خان د سائفر په معامله د رياست خلاف غداري كړې ، كه دا كس بيا مسلط شو نو هېواد او ادارې به تباه كړي۔ د وزيراعظم شهباز شريف پرېس كنفرنس

image

اسلام آباد 06 اكتوبر (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف وئيلي دي عمران خان د سائفر په معامله د قام او هېواد سره بدترينه بدديانتي كولو سره د رياست خلاف غداري كړې ، د هېواد د سلامتيا سره ئې لوبي كړي، عمران خان د دوستانو هېوادونو سره اړيكي خرابي كړي، عمران خان د بهر نړۍ مرستي مخنيوي له وئيلي وو ، عمران نيازي د ادارو بدنامولو او قام تقسيمولو سازش كړے،كه دا كس بيا مسلط شو نو هېواد او ادارې به تباه كړي،په آئين او قانون بريد كولو سره په اسلام آباد د بريد اجازه به ورنه كړې شې، مريم نواز له هائي كورټ كلين چټ وركړے ، آډيو ليكس كښې د موجوده حكومت كوم كردار نشته،د سرلښكر تعيناتي به د آئين او قانون له مخې كېږي۔ د زيارت په ورځ په وزيراعظم هاؤس كښې خبري كنفرنس كښې وزيراعظم شهباز شريف ووئيل آډيو ليك كولو كښې د حكومت كوم كردار نشته،، آډيو ليك كښې وئيلي شوې چې امريكې څخه په راغلې سائفر د امريكې نامه مه اخلئ، عمران نيازي شپه ورځ دروغ وائي ٬ قام سره فراډ كوي، زه په قسم سره وايم چې دا كس غټ فراډي دے، آډيو هر څيز ښائي، هغه د پاك پوځ او ادارو وېشلو هڅه كړې او عمران خان د رياست پاكستان په ضد د غداري كولو هڅه كړي، ده ووئېل په دې اړه د كابينې انكوائري كمېټي جوړه شوې ، آئين او قانون له مخې به كارروائي كېږي۔وزيراعظم ووئيل د سرلښكر د تعيناتۍ تګلاره آئين او قانون كښې واضحه ده،پريكړه به د آئين او قانون له مخې كېږي۔ده ووئيل د پي ټي آئي په دور كښې ګراني راغلي ، آئي ايم ايف سره پخواني حكومت لوظنامه او بيا ئې د هغې خلاف ورhttps://bit.ly/3fKQstiزي كړې ، موجوده حكومت د آئي ايم ايف سره خبري اترې پيل كولې نو په هغې كښې ئې هم خنډان راولاړول۔ وزيراعظم ووئيل مريم نواز له عدالت كلين چټ وركرے ،د هغې په كيس كښې د نيب قوانين كښې د بدلون په اړه څه نشته، عمران نيازي په خپل حكومت كښې خپلې خور له اين آر او وركړې وه او 190 ملين پاؤنډ يو كس له وركولو سره ئې لويه غلا كړې ۔ ده ووئيل سيلاب ځپليو له برتانيې او يو اے اي ، سعودي عرب، قطر، چين، امريكا،جاپان پشمول ګڼو هېوادونو پراخه مرسته كړې ۔ ده ووئيل سيلاب ځپليو لپاره وفاقي خزانې څخه 100اربه روپۍ خرڅ كوو، بينظير انكم سپورټ پروګرام ترمخه 70 اربه روپو كښې 60 اربه روپۍ ځپليو له وركړې شوي، سيلاب ځپليو لپاره اوس هم خيمو او خوراك ته اړتيا ده۔ده ووئيل برتانيه كښې زمونږ په ضد كيسونه جوړ شوي وؤ خو د لوي څښتن په فضل په هغې كښې هم بريالي شوې يو، د هېواد خذمت لپاره مو خپل ځان وقف كړے ،دې لپاره به هر ډول قدم پورته كوو، ده ووئېل حكومت په ګرانۍ كښې كمي راوستلو له لوظي دے

مضمون کا ماخذ : لاٹری کھیلنے کا طریقہ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں