د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن په پنډدادنخان كښې د نجي سكول د ودانې لوېدو د پېښې رپورټ طلب كړو، د جهلم ډي سي ته د پلټنو هدايت

image

اسلام آباد 16 فروري (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د پنډدادنخان په ډهډي پهېرا سيمه كښې د پرائيوېټ سكول د زړې ودانې لوېدو په پېښه كښې د ماشومانو د ژوبل كېدو په پېښه خواشيني ښودلې. د اطلاعات وفاقي وزير د جهلم ډي سي سره رابطه كړې، وفاقي وزير د پېښې په سمدستي توګه د پلټنو هدايت وكړو او رپورټ ئې طلب كړو. د اطلاعات وفاقي وزير په روغتون كښې ژوبل شوو ته د غوره طبي اسانيو وركولو هدايت هم وكړو. د اطلاعات وزير چوهدري فواد حسېن انتظاميې ته ووئيل ماشومان، مېرمنې ښوونكې او د سكول نوره عمله دې جهلم ته منتقل كړے شي او د معالجې غورې اسانۍ باوري كړئ.

مضمون کا ماخذ : سمندری ڈاکو گولڈ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں