د جديد ټيکنالوجي په كارولو د مېوو پېداوار زياتېدو سره برآمدات ته وده وركړې كېدې شي، پوهنتونونو له د بازار ضرورتونو له مخې تعليم او مهارتونو ته وده وركول پكار ده۔ صدر مملکت ډاکټرعارف علوي

image

اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) صدر مملکت ډاکټرعارف علوي وئيلي دي د جديد ټيکنالوجي په كارولو د مېوو پېداوار زياتېدو سره برآمدات ته وده وركړې كېدې شي، د برآمدات ودې لپاره وېليو اېډيشن او د تخمونو معيار كښې بهترۍ ته اړتيا ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د تجارت او د سرګودھا چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټري تر سېوري لاندې د مېوو (کنو او مالټا) شو 2022 دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل په نړۍ كښې د پاكستانو مېوو شهرت او په هېواد كښې د ترلاسه سهولتونو پحقله د دې دستورې اهتمام د اهميت وړ دے٬ پاکستان پرمختګ كوٶنكے هېواد دے٬ د برامدات او درآمدات ترمېنځه توازن برقرار ساتلو له هڅې روانې دې٬ په هېواد كښې د برآمدات ودې ته اړتيا ده۔ ده ووئيل لوي څښتن هر څيز ښائسته او ځانګړې جوړ كړے ٬ ده ووئېل د څيزونو پلاسټك پېكنګ كېږي او د ښائسته پېكنګ د لارې مصنوعات زړه راښكوٶنكې جوړېدې شي۔ ده ووئيل مونږ له وېليو ايډيشن او پيداواري لګښت ته پام ګرځول پكار دي ٬ پېداواري لګښت كمېدو سره هر كس دا استعمالولې شي٬ مونږ له د مصنوعاتو پېداوار زياتولو لپاره د نړۍ تجربو څخه استفاده پكار ده٬ د هېواد په كچه د ماحولياتي تناظر تر مخه تحقيق سره پېداوار ښه كېدې شي٬ ده ووئېل د مصنوعات پېداوار كښې اضافه او د برآمدات ودې لپاره جديد ټيکنالوجي كارېدې شي۔ ده ووئيل پوهنتونونو له د ماركيټ ضرورتونو له مخې تعليم او مهارتونو ته وده وركول پكار ده ٬ د سرګودھا پوهتنون، سرګودھا چېمبر آف کامرس اېنډ انډسټري بشپره مرسته كوي۔ ده ووئيل حکومت د برآمدات وده او د مصنوعات بهترۍ لپاره هر ډول ممكنه مرسته كوي۔ ده ووئيل مېوې د خرابېدو نه بچ كېدو لپاره كولډ چېن پكار دے۔ ده ووئيل په افغانستان كښې به ډېر زر امن راشي٬ چې هلته معيشت ښه شي نو د پاكستان مصنوعات په خاص توګه د مېوو طلب به زيات شي٬ پاکستان د مېوو پېدا كولو 11م لوے هېواد دے ٬ ده ووئېل د مصنوعات سرټيفکيشن پكار دے ٬ دې څخه به په وېليو اېډيشن كښې بهتري راشي٬ د پاكستان مېنګو ډپلومېسي كاميابه وه٬ نړۍ ته د آم لېږلو سره د دې قدر او اهميت زيات شوے ۔ دستورې ته تجارت لپاره پارلماني سېكرټرې عاليه حمزه ملك هم وېنا وكړه

مضمون کا ماخذ : لاٹری کی قانونی حیثیت
متعلقہ مضامین
مزید خبریں