اسلام آباد 15 فروري (اے پي پي)ملګرو ملتونو لپاره د افغانستان استازي سهيل شاهين وئېلي دي حجاب د مسلمانې مېرمنې پېژندګلي او د عقيدې جز دے٬چا ته دا حق نه دے ترلاسه چې د هغې نه دا حق وتروړي۔په افغانستان كښې د ماشومانو د خرڅولو خبرونه بې بنسټه دي٬د دې په اړه پلټنې شوي يو هم كيس نه دې رامخې ته شوے ۔د نهې په ورځ نجي ټي وي چينل سره په خبرو كښې ده ووئيل د نړيوالو بندېزونو په سبب په افغانستان كښې په لويه شمېره خلق د غربت ليكې لاندې ژوند تېروي٬افغان حكومت د اولس مسئلو حل لپاره ټول وسائل كاروي۔د امريكې په پالېسۍ كښې د نظرثانۍ په اړه د پوښتنې په ځواب كښې سهيل شاهين ووئيل د بشري حقونو نعره وهونكو ته څه نه ښكاري چې د امريكې پريكړې سره د افغان اولس ستونزې زياتې شوي ۔د بشري قاچاق په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل په افغانستان كښې د ماشومانو خرڅولو خبرونه بې بنسټه دي او دا پروپېګنده ده٬قانون نافذ كوونكو ادارو په دې اړه پلټنې كړي او يو كيس هم نه دې رامخې ته شوے