د پاكستان او افغانستان د كامرس د شريك چيمبر 19 كسيز پلاوې پاكستان ته راورسېدو

image

اسلام آباد 14 فروري (اے پي پي) د پاكستان او افغانستان د كامرس د شريك چيمبر 19 كسيز پلاوې د پاكستان او افغانستان ترمينځه د تجارتي موقعو جاج اخستو لپاره پاكستان ته رارسېدلے ۔د شريك چيمبر پلاوې به د چيمبر صدر خان جان الكوزي په مشرۍ كښې د بېلا بېلو صنعتي ښارونو دوره كوي۔هغه به د تجارت ودې لپاره د تجارانو استازو سره ملاقاتونه او خبرې كوي۔د پلاوي په غړو كښې د افغانستان د بېلا بېلو جيمبرز استازي او د افغانستان د چيمبر آف ټرېد اينډ انويسټمنټ مشر اېم يونس محمد او نور شامل دي۔د دې څخه وړاندې د پاكستان د لوړې كچې پلاوي د وزيراعظم د قامي سلامتيا صلاحكار معيد يوسف په مشرۍ كښې د جنورۍ په 29مه نېټه د افغانستان دوره كړې وه

مضمون کا ماخذ : کنگ کانگ روش
متعلقہ مضامین
مزید خبریں