د آبادۍ تندۍ سره وده د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ اغېزمن كوي٬ د صدر مملكت ډاكټر عارف علوي د ميډيا نمائندګانو سره فكري نشست كښې خبرې

image
APP24-180222 ISLAMABAD: February 18 - President Dr. Arif Alvi in a meeting with media persons on National Narrative on Population Planning, at Aiwan-E-Sadr. APP

اسلام آباد۔18فروری(اے پی پی) صدر مملکت ډاکټر عارف علوی وئيلي دي د آبادۍ تندۍ سره وده د هېواد سماجي او اقتصادي پرمختګ اغېزمن كوي٬ په اولس كښې شعور بېدارولو له به په قامي كچه يو پراخا بنياد لرونكې كمپائن چلول وي ، میډیا د خانداني منصوبه بندۍ په اړه د رائے عامه هوارولو او په رويو كښې بدلون رامخې ته كولو كښې مهم كردار ترسره كولې شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ آبادۍ كښې تندۍ سره د ودې په اړه ميډيا نمائندګانو سره د فكري نشست په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل ټېلی ویژن ټاک شوز او ډرامې وغېره د آبادۍ مسئلې ته پام ګرځولو كښې ګټورې ثابتېدې شي٬ د آبادۍ مناسب انتظام لپاره به پارليماني غړو له فعال كردار ترسره كول او پوخ سياسي عزم لرل وي۔ هغه ووئيل په اولس كښې په دې اړه شعور بېدارولو له به د پارلیمانی کاکس کارروائی په مناسب ډول رامخې ته كول وي٬ ميډيا دې د پبلك پېغامونو د لارې د هېواد تندۍ سره د زياتېدونكۍ آبادۍ په اړه بېداري پېدا كړي۔ هغه ووئيل خانداني منصوبه بندۍ او د كوچنيانو ترمينځه مناسبې وقفې ته اړتيا ده۔ اسلام په دې خبره زور راوړو چې مېندې دې خپلو كوچنيانو ته تر دوه كلونو پۍ وركړي۔ د وزیراعظم د روغتيا خصوصي مرستيال ډاكټر فېصل سلطان ووئيل په آبادۍ كښې زياته وده د قومي سلامتيا مسئله جوړېدې شي ٬ په آبادۍ كښې اضافې سره نوې نسل د تعليم او روغتيا آسانيو كمي سره مخ كېدې شي۔ پارليماني سېكترې ډاكټر نوشين حامد خپل بريفنګ كښې د آبادۍ انتظام سره د اړوندې پالېسي جوړولو حوالې سره د پارليماني كاكس په كردار رڼا واچوله۔ د نشسټ په مهال صدر د ميډيا د لارې په لويه كچه د اولسي شعور بېدارولو حوالې سره خبريالانو سره د خيالاتو څرګندونه وكړه۔

مضمون کا ماخذ : اولمپس کا عروج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں