اپوزيشن په هر محاذ ناكامه شوې ٬ د پي ټي آئي حكومت به خپله 5 كلنه موده ترسره كړي٬ وزير مملكت فرح حبيب

image

اسلام آباد۔19فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي د پاکستان تحریک انصاف حکومت په كاركردګۍ او ښه نظم ونسق بشپړه باور لري٬ اولس وزيراعظم سره زياته مينه لري ولې چې هغوي ته معلومه ده چې وزيراعظم يو ايماندار لارښود دې۔ د جمعې په ورځ ټي وي سره خبرو كښې هغه ووئيل اپوزیشن ګوندونه د حكومت لمينځه وړولو له راټول شوي دي خو دوئي به خپلو ارادو كښې ناكامه شي او پي ټي آئي به خپله پنځه كله آئني موده ترسره كړي۔ فرخ حبیب ووئیل بلدیاتی ټاكنو لپاره الېكشن كمېشن شېډول نه دې جاري كړې او د حکومتی بنچونو پارلېمېنټرينز د بلدياتي ټاكنو شېډول تر صادر كېدو په اولسي غونډو كښې ګډون كولې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل چې اپوزيشن د ماتې خوړلو او رد شوو خلکو ډله ده چې د حکومت په ضد په ټولو محاذونو کښې ناکامه شوي دي

مضمون کا ماخذ : میگا مولا۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں