وزيراعظم عمران خان سره د ترکيې د مذهبي چارو د پرېذيډنسي مشر پروفېسر ډاکټر علي ايرباس وليدل

image
APP43-210222 ISLAMABAD: February 21 – President of the Directorate of Religious Affairs of Turkey, Prof. Dr. Ali Erbas, calls on Prime Minister Imran Khan. APP

اسلام آباد 21 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان سره د ترکيه د مذهبي چارو د پرېذيډنسي مشر پروفېسر ډاکټر علي ايرباس د ګل په ورځ ليدلې دي۔وزيراعظم په دې مهال په تركيه كښې د منظم ادارہ جاتي تعليمي نظام په څانګه كښې د ښه اقداماتو او معلوماتو شيئرنګ لپاره د دوه اړخيزه مرستې په حاجت زور رواړو۔ د وزيراعظم ميډيا آفس لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع وزيراعظم د پاكستان او تركيه ترمېنځه په دوه اړخيزه اړيكو د اطمينان څرګندونه وكړه كوم چې په مذهبي٬ كلتوري، لساني او تعليمي روابط، د اولسې رابطې او په شيريكو ګټو اډانه دي۔ وزيراعظم د منظم او ادارہ جاتي مذهبي تعليمي نظام د تركيه د ماډل ستائنه وكړه او په دې څانګه كښې بهترين طريقې او د معلوماتو تبادلې لپاره په دوه اړخيزه مرسته ئې زور رواړو۔ ده ووئيل ډاکټر ايرباس دورې سره به د دواړو هېوادونو د مذهبي ادارو رابطو قوي كولو كښې مرسته وشي٬ وزيراعظم د جمو و کشمير په شخړه د تركيه لخوا د پاكستان په مستقل ملاتړ د تركيه د حكومت او قيادت مننه وكړه۔ ده د زياتېدونكې اسلامو فوبيا مخنيوي لپاره په شريكو اقداماتو كښې پاکستان سره د تركيه د نزدې مرستې هم ستائنه وكړه۔ په دې موقع پروفيسر ډاکټر ايرباس د مقبوضه جمو او کشمير په مسئله د تركيه د اصولي موقف پخلې وكړو۔ ده د پاکستان لخوا د رحمة للعالمين اتھارټۍ جوړولو ستائنه كولو سره په دې لړ كښې د تركيه د مرستې وړاندېز وكړو۔ ده وزيراعظم ته د تركيه قيادت لخوا د خېرسګالۍ پېغام ورسولو پاكستان سره ئې په ټولو څانګو كښې د دوه اړخيزه اړيكو قوي كولو پاره د تركيه د خواهش پخلې وكړو

مضمون کا ماخذ : کوئی شہزادی۔
متعلقہ مضامین
مزید خبریں