سيالكوټ 20 فروري (اے پي پي) د وزيراعظم د ځوانانو چارو خاص مرستيال عثمان ډار وئيلي دي چې د وزيراعظم عمران خان ټائيګرز به په بلدياتي ټاكنو كښې مسلم ليګ ن ته ماتې وركولو سره د دوي په ضد كلين سويپ كوي. د اتوار په ورځ په جناح هاٶس كښې وركرز كنونشن ته په خپله وېنا كښې د وزيراعظم خاص مرستيال عثمان ډار ووئيل چې په دېرش كلونو كښې ليګي اېم اېن اے دومره كارونه نه دي كړي څومره چې مونږ په درې كلونو كښې كړي دي. ده ووئيل چې جناح سټېډيم به په جديد طرز جوړولې شي. ده ووئيل چې د وزيراعظم عمران خان ټائيګرز بلدياتي ټاكنو ته تيار دي. ده ووئيل چې د پاكستان د نورو ګوندونو په مشرانو ډېر تورونه دي، زه په خپل ليډر فخر كوم چې په هغه د كرپشن هېڅ تور نشته.