د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير سره د نوي نصاب او د تعليمي پالېسيو تفصيلي جاج واخست

image

اسلام آباد 26 اپرېل (اے پي پي) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او خاص اقدامات وفاقي وزير احسن اقبال د تعليم وفاقي وزير رانا تنوير سره د تعليمي نصاب جاج اغستو غونډې مشري كړې ۔په غونډه كښې د نوې نصاب او تعليمي پالېسيو په اړه تفصيلي جاج اخستے شوے ۔په غونډه كښې د تعليم سېكرټري ناهيد شاه٬اېډېشنل سېكرټري٬سوشل سېكرټري ٬ ممبرز او نورو افسرانو ګډون وكړو۔په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال ووئيل د استاذانو تربيې لپاره په تخت اسلام آباد كښې به د يو نړيوال معيار ټيچرز ټريننګ ادارې جوړولې شي دغسې جې د تعليمي نصاب د لارې د زده كوونكو تخليقي صلاحيت رامخې ته كړے شي٬ ده ووئېل د امتحاني نظام نوې نصاب څخه همغږي ضروري ده۔وفاقي وزير احسن اقبال د ټولو سټيك هولډرز په مشاورت د قامي نصاب كنفرنس كولو هدايت هم وكړو۔ده ووئيل د تعليم پوهان دې راوبللے شي او نصاب ته په سمدستي توګه حتمي شكل وركول پكار دي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ایپ کی تجزیات
متعلقہ مضامین
مزید خبریں