زرداري او شريفې كورنۍ د هېواد خزانه په بېدردۍ لوټ كړې٬اوس به په هېواد كښې دوه نه يو نظام چلېږي٬غريب او متوسط طبقې ته به هم د مالدارو برابر آسانۍ ترلاسه كېږي۔د وزيراعظم خاص مرستيال ډاكټر شهباز ګل مېديا سره خبرې

image
APP38-080222 FAISALABAD: February 08 – Special Assistant to Prime Minister (SAPM) for Political Communication Dr Shahbaz Gill is addressing a press conference at Clock Tower Chowk to create awareness about benefits of Insaf Sehat Card. APP photo by Tasawar Abbas

فيصل آباد 08 فروري (اے پي پي)د وزيراعظم د سياسي او ابلاغ چارو خاص مرستيال او وياند ډاكټر شهباز ګل وئېلي دي زرداري او شريفې كورنۍ د هېواد خزانه په بېدردۍ لوټ كړې خو اوس به په هېواد كښې دوه نه يو نظام چلېږي٬غريب او متوسط طبقې ته به هم د مالدارو برابر آسانۍ ترلاسه كېږي٬نن څخه به د فيصل آباد ډويژن هر وګړي ته هېلت كارډ ترلاسه شي۔د نهې په ورځ ضلع كونسل فيصل آباد كښې خبري كنفرنس په مهال ده ووئيل شهباز شريف او د شريفې كورنۍ د نورو كسانو سره د مقصود نائب قاصد تنخا 9 زره روپۍ وه د هغه په اكاؤنټس كښې څلور څلور اربه روپۍ اچولې شوې خو دا روپۍ د يو دوو ورځو لپاره وې۔كله چې د مقصد نائب قاصد په كور يو كس ناروغه شو نو هغه د كور اثاثې خرڅې كړې او د هغه درملنه يې پرې وكړه۔ده ووئيل عمران خان د پاكستان په تاريخ كښې په وړومبي ځل د هر وګړي مرسته كړې او هغه له يې تر 10 لكه روپو د كال وړيا د درملنې آسانيو وركولو لپاره هېلت كارډ جاړي كړے دغسې د غريبې طبقې لپاره د پناه ځايونه او لنګر خانې جوړې كړې شوي۔ده ووئيل عمران خان عمر له د كرپشن په ضد غږ پورته كړے او عملي اقدامات يې كړي۔ده ووئيل په هېواد كښې دوه نه يو نظام د پاكستان تحريك انصاف منشور ؤ ٬په تېر وخت كښې غلو د هېواد خزانه لوټ كړې۔د دې برعكس اوس په هېواد كښې كوم وزير٬صلاحكار يا بيورو كرېټ د كرپشن جرات نشي كولے ځكه چې هغوي ته معلومه ده چې عمران خان يو ايماندار او ديانتدار وزيراعظم دے او كه چا هم كرپشن وكړو نو په ضد به يې كاروائي كولې شي

مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری
متعلقہ مضامین
مزید خبریں