د چين او پاكستان په شريكه ګټه اډانه تزويراتي همكاري په هر ازمېښت پوره ختلې٬ سي پېك څخه به د دواړه هېوادونو اولس مستفيد شي، د وزيراعظم عمران خان د چين قامي پرمختګ او اصلاحات كمېشن چيئرمېن هي لي پنګ سره ملاقات كښې خبرې

image

بيجنګ 04 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي چين او پاكستان آزمائيلي شوې ملګرې دي، د پاكستان او چين په شريكه ګټه اډانه تزويراتي همكاري د هر ازمېښت په وخت پوره ختلې ٬ د چين د قامي پرمختګ او اصلاحات كمېشن مرسته د ستائنې وړ ده، سي پيك څخه به د دواړه هېوادونو اولس مستفيد شي، د سي پيك زر بشپړ شوې پروژو څخه د پاكستان په معيشت مثبت اثرات مرتب شوې دي۔ وزيراعظم عمران خان د جمعې په ورځ د چين دورې په مهال د چين د قامي پرمختګ او اصلاحاتي كمېشن چيئرمېن هي لي پنګ سره ورچوئل ملاقات وكړو۔ ملاقات كښې د چين سياسي مشاورتي كونسل وائس چيئرمېن هم موجود ؤ۔ ملاقات كښې د سي پيك روانو پروژو او د سباؤن د اقدامات جاج واخستلې شو۔په دې موقع وزيراعظم سره د كابينې غړي او اعلی چارواكي موجود وو ٬ دغسې هي لي پنګ سره وائس چيئرمېن ننګ جيزي ٬ تانګ ډينګ جي او د اين ډي آر سي اعلی چارواكي موجود وو۔ وزيراعظم په دې موقع ووئيل چين او پاكستان آزمائيلي شوې ملګرې دي۔ د پاكستان او چين په مرسته اډانه تزويراتي همكاري د هر ازمېښت په وخت پوره ختلې ده ٬ د كووډ۔19 وبا باوجود د دواړه هېوادونو په مرسته د سي پيك په پروژو كار روان ؤ۔ وزيراعظم ووئيل د چين قامي پرمختګ او د اصلاحاتي كمېشن مرسته د ستائنې وړ ده۔ هغه ووئيل سي پيك د بېلټ اېنډ روډ انېشي ايټو (بي آر آئي) منصوبې مهمه برخه ده۔ سي پيك څخه د دواړه هېوادونو اولس مستفيد كېږي۔ وزيراعظم ووئيل د سي پيك زر بشپړ شوې پروژو سره د پاكستان په معيشت مثبت اثرات مرتب شوې دي ٬ سي پيك پروژو د هېواد د كوټلې معاشي پرمختګ بنياد اېښودلې او دې پروژو د پاكستان معاشي منظر نامه بدله كړې ده۔ وزيراعظم ووئيل سي پيك د بي آر آئي فليګ شپ منصوبه ده۔ وزيراعظم ووئيل دواړه ډلې ګوادر د سيمې معاشي مركز جوړولو له هڅې كوي۔ اېم ايل ون او د توان نورې مهمې پرووې به په ترجيحې بنيادونو ترسره كولې شي۔په دې موقع د چين د قامي پرمختګ او اصلاحاتي كمېشن چيئرمېن هي لي پنګ ووئيل چين د سي پيك پروژې مهمې ګڼې او چين د سي پيك په پروژو د كار رفتار تندولو له لوظي دې۔ تېرو 7 كلونو كښې چين د پاكستان تر ټولو لويې تجارتي همكار پاتې شوې دې او دواړه هېوادونه سباؤن كښې هم د مجموعي اقتصادي او تجارتي اړيكو رفتار په ځائې ساتلو له لوظي دې۔ ده ووئيل اين ډي آر سي او ټولې اړوندې ادارې د سي پيك په پروژو كښې سرمايه كارۍ لپاره د چين ، سركاري او نجي ادارو ډاډګيرنه كوي۔ په دې لړ كښې د دواړو اړخونو ترمينځه د نوې ګرين ، ډيجيټل ، صحت، تجارت او صنعتي راهدارو پرېكړه شوې ده۔ د وزيراعظم عمران خان د اړخه د بشپړه ملاتړ مننه كولو سره د چيئرمېن اين ډي آر سي ووئيل چين د صنعت ، سائنس او ټيكنالوجي، سماجي او اقتصادي پرمختګ كښې مرسته كولو كښې خوښي لري۔ د ملاقات په مهال دواړو ډلو د سرمايه كارۍ بورډ او اين ډي آر سي ترمينځه د صنعتي مرستې فرېم ورك په لوظنامه د لاس ليك هركلے وكړو كوم به چې د چين صنعتي برخې د سي پيك، خصوصي اقتصادي زونز كښې منتقل كولو كښې آسانۍ وركړي۔ دواړه ډلو د ګوادر 16م جوائنټ وركنګ ګروپ غونډې منټس لاس ليك كړل۔ د پاكستان د اړخه د منصوبه بندۍ ، پرمختګ او خصوصي اقدامات وفاقي وزير اسدعمر او د چين د اړخه د اين ډي آر سي وائس چيئرمېن ننګ جينزي دا منټس لاس ليك كړل۔

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں