اسلام آباد 09 فروري (اے پي پي)خارجه وزير شاه محمود قرېشي د شورو په ورځ د چاډ خپل هم څنګ محمد زين شريف سره ټېليفوني تماس نيولے ۔دواړو خارجه وزيرانو د دوه اړخيزه مرستې په نوعيت د اطمينان څرګندونه كولو سره د پاكستان او چاډ ترمينځه دوه اړخيزه سياسي٬سفارتي٬تجارتي او دفاعي مرسته زياتولو ته اتفاق كړے۔د خارجه دفتر وياند له مخې د خارجه وزيرانو ترمينځه په دوه اړخيزه اړيكو٬ د شريكې خوښې څانګو كښې د مرستې زياتولو پشمول په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوی۔خارجه وزير ووئيل پاكستان او چاډ په شريك باور اډانه د شريك تاريخ او شراكتدارۍ په بنياد دوه اړخيزه اړيكې لري ۔خارجه وزير د ملګرو ملتونو٬افريقائي ائتلاف او او آئي سي پشمول په سيمه ايزو او نړيوالو فورمز د چاډ مثبت او فعاله كردار ستائنه وكړه۔دواړو خارجه وزيرانو دوه اړخيزه مرستې په موجوده نوعيت د اطمينان څرګندونه كولو سره د پاكستان او چاډ ترمينځه د سياسي٬سفارتي٬تجارتي او دفاعي مرستې په زياتوالي او د خپلو اړوندو وزارتونو ترمينځه د پرله پسې رابطې د لارې دوه اړخيزه مېكانزم جوړولو او د چاډ زلمو سفارتكارو ته په فارن سروس اكېډمي٬اسلام آباد كښې د تربيي وركړه دوامداره ساتلو ته اتفاق كړے۔