اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد وئيلي دي چې امريکائي واكمنو د سردار مسعود خان په امريكا كښې د پاكستان سفير په توګه د تقررۍ د لوظنامې نه خبر كړې يؤ، سردار مسعود خان به ډېر زر په واشنګټن كښې خپلې ذمه وارۍ پغاړه واخلي۔ د خالي په ورځ سردار مسعود خان په امريکا كښې د پاکستان سفير په توګه د تقررۍ په حواله د ميډيا د پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د امريکې حکومت د سردار مسعود خان په امريكا كښې د پاکستاني سفير په توګه د تقرري د لوظنامې نه خبر كړې يؤ۔ وياند ووئيل سردار مسعود خان يو تجربه كار سفير دے چا چې امتياز او اعزاز سره د پاکستان خدمت كړے دے، ھغه به په ټاكلې موده كښې په واشنګټن ډي سي كښې خپلې ذمه وارۍ سنبهال كړي