د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په مشرۍ كښې د پاكستان افغانستان پارليماني فرينډ شپ ګروپ غونډه

image

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيكر اسد قيصر په قامي سلامتيا سمجھوته كولو نه غير ګاونډيانو سره د تجارت او د رابطو په وده زور راوړے۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د پاكستان افغانستان پارليماني فرينډ شپ ګروپ 12مې غوندې مشري كولو سره وكړه۔ ايګزيكټو كمېټۍ ته د وزير اعظم د قامي سلامتيا صلاحكار معيد يوسف په افغانستان كښې بېن الوزارتي سيل ترمخه افغانستان سره د تجارت مسئلو حل كولو لپاره د پيشرفت په اړه بريفنګ وركړو۔ د قامي سلامتيا صلاحكار ووئيل د 6 مياشتو نه هم په كم وخت كښې د تجارت په اړه 200 څخه زياتې مسئلې حل شوي او دواړه ډلې ټولې تجارتي چارې په ښه ډول ترسره كولو لپاره مرسته كوي۔ دغسې په غونډه كښې افغانستان سره د بارډر تجارت په تجويز، ويزه آسانيو او سرمايه كارۍ لپاره ښه چاپيرچل راپيدا كولو نه علاوه تجارت او رابطو په اړه په چارو د خيالاتو خرګندونه وشوه۔ د پاك افغان پارليماني فرينډ شپ ګروپ ايګزيكټو كمېټۍ غړو تجارت ښه كولو او د اولس ترمينځه رابطو زياتولو لپاره د ګڼ تحفظاتو او سفارشات څرګندونه وكړه۔ د اسپيكر او د كمېټۍ نورو غړو هڅې ستائلو سره هغوي په دې خبره زور راوړو چې د پاك افغان پارليماني فرينډ شپ ګروپ ايګزيكټو كمېټي او د افغانستان بين الوزارتي رابطه سيل (AICC) بايد د ګاونډيانو هېوادونو او په خاص توګه افغانستان سره په ګډه تجارت زياتولو له كار وكړي

مضمون کا ماخذ : لاٹری جیتنے کے نمبر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں