مظفر آباد۔5فروری(اے پی پی) صدر مملكت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د پاكستان كوم سياستمدار هم د كشمير سودا كولې نه شي ، نړۍ ته خبردارې وركوؤ چې هند په كومه لاره روان دې هغه خطرناكه ده او دې سره د نړۍ امن لمينځه وړل كېدې شي٬ هند تر زيات وخت كشميرې اولس د آزادۍ حق نه محرومه ساتلې نه شي ٬ په مقبوضه كشمير كښې د بشري حقونو لمينځه په اوړل كېدو د نړيوالې ورورولۍ غلې پاتې كېدل معنی خېز دي۔ د خالي په ورځ د كشمير يووالي ورځې په موقعه د آزاد كشمير د قانون ساز اسمبلۍ غونډې ته خطاب كښی صدر ووئيل په كشمير كښې 100 زره كشميري وګړي شهيدان كړې شوي دي۔ هغه ووئيل كه هند د امن ادعا كوي نو د كشمير ټولې لارې دې پرانيزي ٬ د نړۍ ميډيا ته دې تر مقبوضه سيمې رسېدو كښې آسانۍ وركړي٬ په سوشل ميډيا دې بندېز ختم كړي٬ د بې ګناه خلكو محاصره دې نه كوي ٬ دا ګامونو د هندي حكومت لخوا د ځوانانو د همت كمزورې كولو لپاره كولې شي۔ هغه ووئيل په اروپا كښې په يهوديانو د ظلم باوجود د يهوديت خبره كېږي ٬ دا بيله خبره ده چې يهوديان اوس په خپله هم ظلم كوي۔ هغه ووئيل ددې نه دا ثباته شوه چې قومونه د جبر د لارې غلې كېدې نه شي۔ صدر مملكت ډاكټر عارف علوي ووئيل د هند ناوړه ګامونو نه دا ثابته شوه چې دوه قومي نظريه سمه وه۔ هغه ووئيل د پېلټ ګنز كارول د بشري حقونو مسئله ګڼلو سره نړۍ بايد د تماشئي كردار ترك كولو سره د دې په ضد غږ پورته كړي۔ هغه ووئيل د كشمير اولس آزادي باوري ده٬ هند په كشمير كښې د آبادۍ تناسب بدلولو كښی كاميابېدې نه شي ٬ د كشميريانو مزاحمت كتلو سره مونږ دا وئيلې شؤ چې هند دوئي تر زيات وخت محكوم نه شي ساتلې۔ صدر ووئيل د پاكستان دا وعده ده چې كشميري اولس به يۍ د ځان خواته مومي٬ د كشمير څوك سودا كولې نه شي۔ صدر مملكت ووئيل د كشمير په اړه د ملګرو ملتونو ځينې قراردادونه دي كوم چې هند لاس ليك كړې دي۔ هغه ووئيل كشميري اولس ته زمونږ پېغام دې چې مونږ تاسو سره يؤ او د كشميرې مسئلې سوليز حل له هڅې كوؤ۔ هغه ووئيل هيله لرؤ چې د كشمير آزادي به په خپل ژوند كښې ووينو۔