کسان کارډ په سبب د سبسډي اصل ګټه كروندګرو ته ترلاسه كېدل پكار ده ۔ د وزيراعظم عمران خان د كركيلې په خاص توګه د پومبې پېداوار زياتولو په اړه غونډې ته وېنا

image
APP49-070222 ISLAMABAD: February 07 - Prime Minister Imran Khan chairing a meeting regarding improving the yield of crops especially cotton. APP

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي حکومت كروندګرو ته جديد زرعي آلات٬ معياري تخم او په سره سبسډي وركوي، د کسان کارډ په سبب د سبسډي اصل ګټه كروندګرو ته ترلاسه كېدل پكار ده، د كروندګرو حقونو تحفظ لپاره دې نوي قوانين جوړ كړے شي او ټولو شراكتدارو سره دې مشاورت باوري كړے شي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ د كركيلې په خاص توګه د پومبې پېداوار زياتولو پحقله غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه ۔ په عونډه كښې وفاقي وزيران شوکت ترين، سيد فخر امام، د تجارت سلاحكار عبدالرزاق داٶد ٬ د پنجاب د كركيلې وزير سيد حسېن جهانيا او لوړ پورو ګډون وكړو۔ وزيراعظم عمران خان ووئيل د اېكړ په سر پېداوار زياتولو لپاره جديد ټېكنالوجي كارول ضرورې ده۔ په غونډه كښې د معياري تخم پېداوار زر تر زره ممكن كولو لپاره د بېن الوزارتي كمېټۍ جوړولو منظوري وركړه ۔ په غونډه كښې د پاكستان کاټن اتھارټۍ جوړولو اصولي منظوري وركړې شوه او اتهارټي به د معياري تخم وركول ، مانيټرنګ او پېداوار زياتولو لپاره تححقيق كوي۔ په غونډه كښې د پومبې كروندګرو حقونو تحفظ لپاره د نوي قوانين جوړولو هم منظوري وركړې شوه ۔ غونډه خبر كړې شوه چې دا مهال د 4.17 مېليونه ټنه غنمو ذخيره موجود ده، په سره وفاق او صوبائي واكمن په ګډه 15.5 اربه روپۍ سبسډي وركوي۔ د وزيراعظم امر له مخې فارمرز فورم جوړ كړے شوے چې مشري ئې د غذائي تحفظ وفاقي وزير كوي،د دې فورم مقصد په پاليسي چارو كښې د كروندګرو نمائندګي باوري كول او د دوي مسئلې زر تر زره حل كول دي۔ دغسې وزيراعظم د قامي كاټن كنفرنس كولو منظوري هم وركړه۔ وزيراعظم د صنعت وزارت ته سپارښتنه وكړه چې هېواد كښې د ډي اے پي سرې ځائي پيداوار لپاره پلانټس لګولو له دې فزېبلټي رپورټ مرتب كړے شي

مضمون کا ماخذ : لاٹری نمبر کا انتخاب
متعلقہ مضامین
مزید خبریں