بلاول بھټو د وفاقي وزير په حيث سوګند پورته كړو، صدر ډاكټر عارف علوي د هغه څخه سوګند واخست

image
APP38-270422 ISLAMABAD: April 27 - President Dr. Arif Alvi administering the oath to Mr. Bilawal Bhutto Zardari as Federal Minister at Aiwan-e-Sadr. APP

اسلام آباد 27 اپريل (اے پي پي) د پاكستان پيپلز پارټي چيئرمېن بلاول بھټو زرداري د وفاقي وزير په حيث سوګند پورته كړے۔د سوګند پورته كولو دستوره د شورو په ورځ ايوان صدر كښې شوې، صدر ډاكټر عارف علوي هغه څخه په يوه دستوره كښې سوګند اخستے ۔ د سوګند پورته كولو دستوره كښې وزيراعظم محمد شهباز شريف، د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پرويز اشرف، پخواني صدر آصف علي زرداري، وفاقي كابينې غړو ، پارلماني غړو ٬ سول او پوځي چارواكو ، د پاكستان پيپلز پارټي لارښودو پشمول په حكومت كښې شاملو د اتحادي ګوندونو مشرانو ، د سندھ وزيراعليٰ او نورو مهم شخصيات ګډون وكړو۔ كابينه كښې بلاول بھټو زرداري د وفاقي وزير په حيث سره شامل كړے شوے۔دې څخه وړاندې د كابينې جوړول وړومبي پړاؤ كښې په 19 اپريل 30 وفاقي وزيرانو او درېو وزير مملكت سوګند پورته كړے ؤ ، په دويم پړاؤ كښې په 22 اپريل په وفاقي كابينه كښې توسيع شوې او په كابينه كښې درې وفاقي وزيرانو او يو وزير مملكت شامل كړے شوے ؤ۔ دغسې كابينه كښې وړاندې څخه درې صلاحكار هم شامل كړے شوي دي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اور ایپلیکیشنز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں