سلام آباد 06 فروري (اے پي پي) پاكستان او چين تجارت٬ انفراسټركچر٬ د صنعتي څانګې پرمختګ٬ زراعت٬ سائنسي او تكنيكي مرستې او د ځائي اولس د سماجي او اقتصادي خېرښګړې پشمول ټولو څانګو كښې مرسته مستحكم كولو لپاره د سي پېك مشتركه كوآپرېشن كمېټۍ (جے سي سي) له ټاسك وركولو ته سلا شوي دي۔ د وزيراعظم عمران خان د چين د څلور ورځنۍ دورې په پايې كښې د اتوار په ورځ د ګډې اعلاميه جاري كړې شوه۔ د اعلاميې له مخې صحت،ماحوليات او د آئي سي ټي په څانګو كښې نزدې دوه اړخيزه مرسته نوټ كولو سره دواړو مشرانو د پاكستان او چين د صحت، صنعت، تجارت، ګرين او ډيجيټل کورېډورز په اجراء هم اتفاق وكړو٬ د پاك-چين قيادت د ملاقاتونو په مهال په سيمه ايز صورتحال او د نړيوال سياست پشمول د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه وشوه٬ په دې ملاقاتونو كښې روايتي ګرمجوشي، شريك ستراتېژك باور او د نظرياتو يوالې وليدلې شو۔ وزيراعظم عمران د چين پرمختګ او سوكالۍ كښې د چين د كميونسټ ګوند د كردار او تلپاتې پاك چين همكارۍ ته په وده وركولو كښې د صدر شي جن پنګ د ذاتي هلو ځلو ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو د دې خبرې پخلې وكړو چې د پاكستان او چين ترمېنځه ژورې اړيكې د ازمېښت په هر وخت كښې برابر ختلې دي۔ وزيراعظم په دې خبره زور رواړو چې پاك۔چين اړيكې زمونږ د خارجه پاليسۍ سنګ ميل دے او چين سره نزدې دوستۍ ته د پاكستاني اولس مستقل ملاتړ ترلاسه دے ۔ دواړو ډلو د يو بل د بنيادي مفاداتو پحقله په معاملو د ملاتړ پخلې وكړو٬ پاکستان د ون چائنا پاليسۍ لپاره د خپل تړون او ملاتړ څرګندونه او تائيوان٬ سوئيلي بحيره چين٬ هانګ كانګ٬ سنكيانګ او د تبت په معامله چين لپاره د خپلې مرستې او چين د پاكستان خپلواكۍ٬ آزادۍ٬ او د سلامتيا تحفظ او د پاكستان سماجي او اقتصادي پرمختګ او سوكالۍ ته ودې وركولو له د خپل عزم پخلې وكړو٬ دواړو ډلو سي پېك اهم ستن ګرځولو سره په سيمه ايزو رابطو كښې د اهم عنصر په حېث د ګوادر اهميت رامخې ته كړو٬ دوي د ګوادر ښار او د دې د مېشته وګړو د سماجي او اقتصادي پرمختګ لوړ معيار د لارې د معاش منصوبو جوړولو ته هم سلا شوي۔ دواړو ډلو د سي پېك د ټولو خطرو او د منفي پروپېګنډو څخه محفوظ ساتلو لپاره د قوي عزم څرګندونه وكړه٬ پاکستان د چين د ټولې عملې٬ منصوبو او د ادارو حفاظت لپاره هر ډول ممكنه هڅو كولو له د عزم پخلې كړې او د چين ډلې په دې لړ كښې په اقداماتو كولو د پاكستان ستائنه وكړه٬ چين د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان قربانۍ او هلې ځلې تسليم كړې او دواړو ډلو د هر ډول ترهګرۍ مخنيوي لپاره د خپل عزم پخلې وكړو٬ د افغانستان پحقله دواړه ډلې دې خبرې ته سلا شوې چې يو سوله ايز٬ مستحكم٬ متحد او محفوظ افغانستان په منطقه كښې سوكالۍ او پرمختګ لپاره بنيادي حېثيت لري٬ دواړو ډلو د اقتصادي او تکنيکي ، صنعت، سرمايه کارۍ، انفراسټرکچر، خلا، واکسين، ډيجيټلائزيشن، ډيزاسټر مېنېجمنټ ، كلتور، سپورټس او د وظيفائي زده كړې پشمول په بېلا بېلو څانګو كښې د دوه اړخيزه مرستې لوظنامې/ د تفاهم يادښتونه لاسليك كړل