حکومت د ټیکس نیټ دائره پراخه كولو له كوتلې اقدامات كوي، د ټیکس وركوونكو شميره به د 8 نه تر 10 ملیونه رسولې شي ۔ د خزانې وفاقي وزیر شوکت ترین

image

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) د خزانې وفاقي وزیر شوکت ترین وئيلي دي حکومت د ټیکس نیټ دائرہ پراخه كولو له كوتلې ګامونه پورته كوي،زمونږ سره ډيټا راغلې ، آرټیفشل انټیلی جنس او ټریك اینډ ټریس پالیسی په مرسته به د ټیکس پیئر شميره 8 نه تر 10 ملیونه رسولې شي، حکومت دا مهال په پټرول او ډیزل 22 اربه روپۍ سبسډیوركوي ، د پټرولیم په مصنوعات د نور ټيكس كمولو ګنجائش نشته،د برېښنا بيعه وړاندې څخه زياته شوې، كه نوره اضافه كول وؤ نو هم لږه اضافه به كولې شي۔د كل په ورځ يو نجي ټي وي چينل سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل د آئي ایم ایف پروګرام څخه د يريدلو حاجت نشته ، مونږ د آئی ایم اېف اهداف پوره كړي،دا مهال ښه ریونیو جمع کوو، آئی ایم ایف په دې خبره زور راوړي چې په پراویډنټ فنډ كوم ټیکس څخه استثنيٰ وركړې شوې هغه ختمه کړې شي ، ده ووئېل مونږ په پراویډنټ فنډز د ټیکس څخه استثنيٰ ختمولو سره د تنخا دارې طبقې مشکلات نه شو زياتولې ځكه په پراویډنټ فنډ ټیکس نه لګولو په اړه به خبره كوو۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈز خریدیں
متعلقہ مضامین
مزید خبریں