اپوزيشن په لانګ مارچ كښې خوښي نه لري ٬ ميډيا كښې پاتې كېدل غواړي٬ امنيتي ځواكونو په 72 ساعتونو كښې 20 ترهګر وژلي٬ د رياستي ادارو په ضد وسله پورته كوؤنكي به هېڅكله معاف نه كړې شي۔ شيخ رشيد احمد

image

اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي اپوزيشن په لانګ مارچ كښې خوښي نه لري ٬ په ميډيا كښې پاتې كېدل غواړي٬ امنيتي ځواكونو په 72 ساعتونو كښې 20 ترهګر وژلي٬ د رياستي ادارو په ضد وسله پورته كوؤنكي به په هېڅ صورت معاف كولې نه شي٬هندي ميډيا د وزيراعظم عمران خان د چين دورې چغو ويستلو سره مخ كړې۔د اتوار په ورځ خبري كنفرنس ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير شېخ رشيد ووئيل اپوزيشن د كشمير يوالي ورځې په موقع د اړي ګړي خبره كړې٬ د ړندو خوبونه ليدونكې اپوزيشن به پخپله په قلار شي۔ ده ووئيل يو بل ته بدې ردې ويونكې اپوزيشن نن خپلو ګټو لپاره يو موټې كېږي۔ اپوزيشن خپل سياسي مرګ پلو روان دے۔ شېخ رشيد ووئيل مولانا فضل الرحمان پيپلز ګوند او نون ليګ د مچ په څير بهر وويستو۔ ده ووئيل ما بلاول ته سلېکټو او آصف علي زرداري ته مسټر 10 پرسېنټ نه دي وئيلي۔ ده ووئيل دوي وړومبې استعفٰې وركولې اوس لانګ مارچ كوي٬ د مارچ په 23مه نېټه به قام خپلو ځواكونو ته تاريخي محبت او خلوص وړاندې كوي۔ ده ووئيل د سعودي داخله وزير نن پاكستان ته راځي٬ سعودي سره مونږ د اوږدې مودې اړيكې لرو۔ ده ووئيل امنيتي ځواكونو په 72 ساعتونو كښې 20 ترهګر وژلي٬ او 9 امنيتي اهلكار شهيدان شوي٬ زه امنيتي ځواكونو ته پېروزونې وړاندې كوم٬ د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان پوځ او امنيتي ځواكونو ځانونه قربان كړي٬ په رياستي ادارو او تنصيباتو بريد كوٶنكي او وسله پورته كوؤنكي به په هېڅ صورت معاف نه كړې شي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل افغان طالبانو سره اړيكې وې او وي به٬ مونږ غواړو چې په افغانستان كښې د انساني مسئلو بهتر حل ولټولې شي٬ افغانستان كښې زمونږ وروڼه لوږې تندې سره مخ دي٬ نړۍ دې د دوي مرسته وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هندي ميډيا د وزيراعظم عمران خان د چين دورې چغو وهلو سره مخ كړې ده ٬ هند د پاكستان غېر مستحكم كولو يوه موقع له لاسه نه وركوي۔ ده ووئيل بهر هېواد كښې د بنديوان پاكستانيانو هېواد ته راوستلو لپاره د وزيراعظم عمران خان په امر اقدامات كوٶ٬ ترکيه څخه د پاکستان بنديان هېواد ته رارسولې شوې دي٬ دغسې قطر، کوېت، سعودي عرب او بحرېن څخه هم د پاكستان بنديان هېواد ته د راوستلو هڅې روانې دي۔ده ووئيل بهر هېواد كښې په معمولي جرمانو بندي پاكستانيان هېواد ته راستنولو معامله به كابينې ته وړاندې كولې شي۔

مضمون کا ماخذ : لاٹری کے لائیو نتائج
متعلقہ مضامین
مزید خبریں