د سعودي عرب د كورنيو چارو وزير پرنس عبدالعزيز بن سعود بن نائف د پاکستان دورې نه پس هېواد ته ستون شو

image
APP32-070222 RAWALPINDI: February 07-Interior Minister Sheikh Rashid Ahmed receiving his Saudi counterpart Prince Abdul Aziz bin Saud bin on a special invitation at Noor khan Air Base. APP Photo by Javed Qurashi

اسلام آباد 07 فروري (اے پي پي) د سعودي عرب د كورنيو چارو وزير پرنس عبدالعزيز بن سعود بن نائف د پاکستان دورې نه پس هېواد ته ستون شوے ۔د كورنيو چارو وزارت د اړخه جاري شوي بيان له مخې د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د سعودي د كورنيو چارو وزير د نور خان ايئر بيس پينډۍ څخه رخصت کړو۔ د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد د سعودي خپل همڅنګ دورې په اړه هغه ته يو يادګاري د تصويرونو البم هم وړاندې كړو۔د سعودي د كورنيو چارو وزير د خپلې دورې په مهال د صدر مملکت ډاکټرعارف علوي او وزيراعظم عمران خان سره جلا جلا ملاقاتونه هم كړي ۔د سعودي د كورنيو چارو وزير د داخله وزارت دوره هم كړې او د كورنيو چارو وزير شيخ رشيد احمد سره د سعودي همڅنګ د خپل پلاوي سره ملاقات كړے۔

مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان
متعلقہ مضامین
مزید خبریں