د اپوزيشن مشرانو بهر هېوادونو كښې اثاثې جوړې كړي٬ دوي د عمران خان او د احتساب له ېرې يو ځائ شوي٬ د عدم اعتماد تحريك كښې ناكامي به د دوي مقدر وي۔ سېنېټر فېصل جاوېد

image

اسلام آباد 08 فروري (اے پي پي) اطلاعات او خپرونو لپاره د سېنېټ قائمه كمېټۍ چيئرمېن سېنېټر فېصل جاوېد وئيلي دي د اپوزيشن مشرانو بهر هېوادونو كښې اثاثې جوړې كړي٬ دوي د عمران خان او د احتساب له ېرې رايو ځائ شوي ٬ د عدم اعتماد تحريك كښې ناكامي به د دوي مقدر جوړېږي٬ لوټ كړے دولت به هېواد ته راوړٶ۔ د نهې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د اعتراض په نكته ده ووئيل د اولس په پېسه د ايوان كاروائي چلېږي او اپوزيشن بيا بيا كورم ته ګوته نيسي ٬ د دوي چې څه خوښه وي هغه دې دې وكړي٬ ناكامي به د دوي مقدر جوړېږي، ده وئېل ايماندار تھاڼيدار چې راشي نو غله ټول يو كېږي٬ د مقصود نائب قاصد بېنك كهاته څخه 35 كروړه روپۍ د كومې راغلي او د 14 ملازمانو په بېنك كهاتو كښې 1600 كروړه روپۍ جمع كړې شوي ، ده ووئېل سرے محل او ايون فيلډ اپارټمنټس د دوي ملكيت دے۔ ده ووئيل د كال 1999 نه تر كال 2017 نېب 290 اربه روپۍ وصول كړي او د تحريك انصاف په دريو كالو كښې 484 اربه روپۍ وصول كړې شوي

مضمون کا ماخذ : لاٹری ٹکٹ کی دستیابی
متعلقہ مضامین
مزید خبریں