اسلام آباد ۔2فروری(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزير مملكت فرخ حبيب وئيلي دي چې د ټېكسټائل برآمداتو حجم 25 فيصده اضافې سره 10.93اربه ډالره ته رسېدلې دې۔ د شورؤ په ورځ په خپل يو ټويټ كښې وزير مملكت ووئيل چې د كورونا باوجود د وزیراعظم عمران خان د صنعت دوست پالیسیو له كبله د ټېكسټائل څانګه په زړه پورې پرمختګ كوي۔ د روان كال جنورۍ مياشت كښې ټېکسټائل برآمدات 17 فیصده اضافې سره 1.55اربه ډالر ريكارډ شوي۔ وزیر مملکت ووئيل چې د صنعت دوست پالیسیو له امله د ټېکسټائل برآمدات تر دې دمه حجم 25 فیصده اضافې سره 10.93اربه ډالره ته رسېدلې دې۔