اسلام آباد۔4فروری(اے پی پی) د سېنېټ غړو وئيلي دي د كشمير اولس د خپل سباؤن د پرېكړې حق لري ٬ كشميري اولس سره څنګ په څنګ ولاړ يؤ، 9 لکه هندي عسكر په 80 لكه تش لاسې كشميري وګړو ظلم او زياتې كوي ٬ د فعاله خارجه پالېسۍ له امله د كشمير مسئله په نړيواله كچه راپورته شوې ٬ د منطقې امن د كشمير مسئلې سره تعلق لري ٬ آزادۍ لپاره د سيد ګېلاني په شمول د ټولو حريت لارښودو سترو هلو ځلو ته سلام كوؤ۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د كشمير يووالي ورځې په مهال په مقبوضه كشمير كښې په روانه وضعه د بحث كولو تحريك په اړه خپلو خبرو كښې سېنېټر اعظم تارړ ووئيل د فعاله خارجه
پالېسۍ له امله د كشمير مسئله په نړيواله كچه په ډاګه شوې۔ هغه ووئيل د منطقې امن د كشمير مسئلې سره تعلق لري ۔ سېنېټر عبد الغفور حېدري ووئيل د كشمير يو والي ورځې په مهال به په ګرد هېواد كښې لاريونونه ويستلے شي۔ سېنېټر فېصل سبزواري ووئيل هند د كشميري اولس په ضد د پېلټ ګنز په شمول هر يو چال كاروي۔ هغه غوښتنه وكړه چې كشميري اولس ته دې د خپل سباؤن د پرېكړې كولو حق وركړے شي او پاكستان دوئي سره څنګ په څنګ ولاړ دے۔ سېنېټر فېصل جاوېد ووئيل هندو مېرمنې د سېنېټ د غونډې مشري كړې٬ دغسې چې نړۍ ته دا پېغام لاړ شي چې په پاكستان كښی اقليتونو ته كوم حقونه ترلاسه دي٬ بل اړخ ته په هند كښې په مسلمانانو ظلم او زياتے كېږي۔ هغه ووئيل په هند كښې بابري جومات شهيد كولے شي٬ وزيراعظم په پاكستان كښی د كرتارپور راهدارۍ پرانسته كوي۔ سېنېټر رضا رباني ووئيل د يو عكس د لارې په غېر قانوني توګه نيولي شوي كشمير كښې د مزاحمت كلچر رامخې ته شوے٬ په كوم كښې چې يو كوچنے د خپل نيكه مړي سره ناست دے٬ هغه ووئېل هند په كشميري اولس ظلم او زياتې كوي٬ د مقبوضه كشمير د ودانۍ تناسب بدلولو هڅې روانې دي٬ په هندي ظلم او زياتي نړيوالې ادارې خاموشه دي۔ سېنېټر مشاهد حسېن سيد ووئيل د سېنېټرې كېشو بائي د ايوان د غونډې مشري كول خوشبينه ده ۔ هغه ووئيل د كشمير په مسئله د حكومت او مخالفې ډلې دريځ يو دے۔