وزيراعظم شهباز شريف به(نن)د 28 اپرېل نه تر 30 اپرېل د سعودي عرب دوره كوي٬د وزيراعظم شهباز شريف دا دوره د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په بلنه كوي

image

اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د سعودي ولي عهد شهزاده محمد بن سلمان بن عبدالعزيز په بلنه (نن)د 28 اپرېل نه تر 30 اپرېل د سعودي عرب دوره كوي۔د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د سعودي قيادت سره دوه اړخيزه ملاقات كښې اقتصادي٬تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو لا قوي كولو٬په سعودي عرب كښې د پاكستاني افرادي قوت لپاره د نوو موقعو په راپېدا كولو د خيالاتو څرګندونه كوي۔د وزيراعظم آفس مېډيا ونګ د اړخه جاري شوي تفصيلات له مخې د روانې مياشتې په اول كښې د چوكۍ سنبهالولو نه پس دا د وزيراعظم د بهر هېواد وړومبۍ دوره ده۔په دې مهال به د كابينې مهمو غړو پشمول اعلٰی كچ پلاوې هم د وزيراعظم سره وي۔د دورې په مهال به وزيراعظم شهباز شريف د سعودي قيادت سره دوه اړخيزه ملاقات كوي۔د خپلې دورې په مهال به وزيراعظم د سعودي قيادت سره ملاقات كښې اقتصادي٬تجارتي او د سرمايه كارۍ اړيكو لا قوي كولو٬په سعودي عرب كښې د پاكستاني افرادي قوت لپاره د نوې موقعو په راپېدا كولو د خيالاتو څرګندونه كوي۔دوي به په دې مهال د شريكې خوښې په ګڼو سيمه ايزو او نړيوالو چارو د خيالاتو څرګندونه كوي۔د پاكستان اولس خادم الحرمين الشريفين ته د قدر په سترګه ګوري۔سعودي عرب په جمو او كشمير د او آئي سي رابطه ګروپ غړے دے ۔سعودي كښې مېشته 20 زره څخه زيات پاكستانيان د دواړو هېوادونو پرمختګ٬څوكالۍ او معاشي پرمختګ كښې كردار ترسره كوي۔د وزيراعظم دورې سره به په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكو لا مستحكمولو او د دواړو هېوادونو ترمينځه شراكتدارۍ ته پراختيا ترلاسه شي۔

مضمون کا ماخذ : آن لائن لاٹری ٹکٹ
متعلقہ مضامین
مزید خبریں