په كابينه كښې د اېمرجنسي خبره شوې او نه د صدارتي نظام ٬ امريكا او چين سره به د پاكستان اړيكې په مساوي بنيادونو وي٬ داخله وزير شېخ رشيد احمد

image

پېنډی۔31جنوری(اے پی پی)داخله وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې كابينه كښې نه د اېمرجنسي خبره شوې او نه د صدارتي نظام ٬ امريكا او چين سره به د پاكستان اړيكې په مساوي بنيادونو وي ٬ اپوزيشن به هر ځائې ناكامۍ سره مخ وي ٬ په 3 فرورۍ به وزيراعظم د چين دوره كوي چې ورسره به د پاكستان په سياست ٬ معاشي حالاتو او اقتصادياتو په شمول د منطقې په معاملاتو كښې پېشرفت وشي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د ګل په ورځ د راولپنډی زچه و بچه روغتون دورې نه وروستو ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ هغه ووئيل فنانس بل به سېنېټ او قومي اسمبلۍ څخه منظور شي٬ دا څوارلس پنځلس كسان د دننه نه عمران خان سره دي ٬ آئي اېم اېف ته د تللو كوم شوق نه لرؤ٬ په خوشحالۍ نه ځو مجبوري ده او اوس به په څلورويشتم ځل لاړ شؤ ٬ د معيشت بحالۍ لپاره آئي اېم اېف ته تللو ته حاجت وي ، په درې نيم كاله كښې كوم بل يا قرارداد ناكامه شوې نه دې٬ اپوزيشن به چرته كاميابي نه مومي٬ په عدم اعتماد كښې به كسان دوي راولي ٬ كه راتلل غواړي نو را دې شي۔ هغه ووئيل عمران خان وئيلي دي چې درې مياشتې ډېرې مهمې دي ٬ يوه تېره شوه 60 ورځې پاتې دي۔ هغه ووئيل بلاول وائي زه به راځم او وريځ به وي ٬ هېڅ وريځ نشته۔ ،بلاول صاحب راشۍ ٬ د 23 مارچ په ماښام هم راشۍ٬ يو نيم كال پاتې دې۔ هغه ووئيل په ترهګرۍ كښې زياتوالې شوې دې٬ په بلوچستان كښې د ترھګرۍ پېښې سوا شوي دي٬ زمونږ لس ځوانان شهيد شوي دي٬ د پوځ او سول آرمډ ځواكونو اويا اتيا زره كسانو قرباني وركولو سره دې هېواد څخه ترهګري ختمه كړې۔ هغه ووئيل كه بي اېن اے او ټي ټي پي په ترهګرۍ كښې اضافه كوي نو كه لويې څښتن ته منظور وي ټول قام او پاك پوځ به په ګډه ددوئي مقابله وكړي۔ د افغانستان په اړه هغه ووئيل ګرده نړۍ بايد د افغانستان مرسته وكړي۔ هغه ووئيل د فرورۍ په 5 مه نېټه به د كشمير يو والي ورځ په بشپړه توګه لمانځلې شي۔ د خبريالانو د پوښتنو په ځواب كښې وفاقي وزير ووئيل نه په دھرنا كښې څه شته او نه به په لانګ مارچ كښې ٬ نه د اېمرجنسي نه خبر يم او نه د صدارتي نظام نه٬ په كابينه كښې داسې كومه خبره نه ده شوې۔ هغه ووئيل بشپړه ذمه وارۍ سره وايم چې وزيراعظم عمران خان نه په كابينه كښې نه د اېمرجنسي خبره كړې ده او نه د صدارتي نظام۔ چين او امريكا سره د اړيكو په اړه هغه ووئيل چين زمونږ آزمائيلې شوې ملګرې دې او امريكا يو سپر طاقت دے ٬ مونږ له به دواړو سره اړيكې ساتل وي د يو خوشحالولو له د بل خفه كولو سياست بايد ونكړې شي۔ د سركاري ملازمانو په تنخا كښې د زياتوالي حوالې سره د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل د سركاري ملازمينو په تنخا كښې بايد اضافه وكړې شي٬ د لئی اېکسپرېس وے منصوبې پرانسته به ډېر زر وزيراعظم وكړي۔ د زچہ و بچه روغتون 80 فيصده كار بشپړ شوې دې۔ هغه ووئيل بلدياتي ټاكنې به كوؤ او پي ټي آئي به په ټاكنو كښې بشپړه برخه اخلي۔

مضمون کا ماخذ : como apostar na loteria
متعلقہ مضامین
مزید خبریں