پوهنتونونه بايد د هنر مند افرادي قوت ضرورتونو تر سره كولو لپاره د بازار رامخې ته شوو غوښتنو له مخئ هنر مند پېشه ور راپېدا كړي۔ د صدر ډاکټر عارف علوي د نېشنل اسکلز يونيورسټۍ غونډې ته وېنا

image
APP10-280422 ISLAMABAD: April 28 - President Dr. Arif Alvi chairing the 4th meeting of the Senate Of National Skills University at Aiwan-E-Sadr. APP

اسلام آباد 28 اپرېل (اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي په پوهتونونو زور رواړے چې ھغوي په نړۍ كښې په خاص توګه پاكستان كښې د هنر مند افرادي قوت ضرورتونو تر سره كولو لپاره د بازار رامخې ته غوښتنو له مخئ نور هنر مند پېشه ور كسان راپېدا كري، د هنر مندو انساني وسائلو زيات شوي حاجت لپاره به آن لائن او فاصلاتي تعليم ته وده وركول دي۔ دا خبرې ده په ايوان صدر كښې د نېشنل اسکلز يونيورسټۍ د سېنېټ څلورمې غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د نېشنل سكلز پوهنتون وائس چانسلر پروفيسر ډاکټر محمد مختار او د پوهنتون د سېنېټ غړو ګډون كولو۔ ۔ په دې موقع صدر ووئيل د زده كوونكو شمېره زياتولو منصوبو جوړولو لپاره د سكلز يونيورسټۍ يوه كمېټي دې جوړه كړې شي ۔ ده ووئيل د هنر مند افرادي قوت طلب ترسره كولو لپلره لنډ کورسونه پېل كولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل د ګرد هېواد په پوهنتونونو كښې به ډبل شفټ پېل كول وي۔ په غونډه كښې د نېشنل سكلز يونيورسټۍ د سېنېټ د درېمې غونډې د منټس منظوري هم وركړې شوې۔ په غونډه كښې د مير چاکر خان رند يونيورسټي آف ټيکنالوجي، د ډيره غازي خان سره د مفاهمت په يادښت د لاسليك هم منظوري هم وركړې شوه، د ياداښت له مخې به د ادارو ترمېنځه د تحقيق٬ تعليم او وظيفائي پوهې د تربيې پروګرامونو ته وده وركولې شي

مضمون کا ماخذ : آن لائن اسکریچ کارڈز
متعلقہ مضامین
مزید خبریں