د امريكې خارجه وزير انتهوني بلكن خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره په ټيليفون خبرې وكړې

image

اسلام آباد 06 مئي (اے پي پي) د امريكې خارجه وزير انتهوني بلكن خارجه وزير بلاول بهټو زرداري سره په ټيليفون خبرې كړې دي او هغه ته ئې د خارجه وزارت چوكۍ په سنبالولو مباركي وركړې. د خارجه وزارت وياند له مخې دواړو خارجه وزيرانو د پاكستان او امريكې ترمېنځه په شريكه ګټه او پراخا بنيادونو د اړيكو په قوي كولو خبرې وكړې. دوي امن، پرمختګ او سلامتيا ته په وده وركولو اتفاق كولو سره ووئيل چې شريك احترام سره رابطه د وړاندې تللو لار ده. خارجه وزير ووئيل چې پاكستان او امريكا د پراخا بنيادونو پخوانې اړيكې لري. ده ووئيل چې د پاكستان وژن په انساني پرمختګ، سيمه ايزو روابطو او سوله ايز ګاونډيتوب مركوز دے. پاكستان او امريكې د تېرو دوه كلونو په مهال د كووېډ وبائي رنځ په مخ نيوي كښې مرسته كړې. د امريكې خارجه وزير پاكستان ته د روانې مياشتې په پاې كښې په دوهم نړيوال كووېډ ورچول غونډه كښې د ګډون كولو بلنه وركړه. ده پاكستان ته د مئي په 18مه نېټه په نيويارك كښې د ګلوبل فوډ سېكورټي په وزراتي غونډه كښې د ګډون كولو بلنه هم وركړه.

مضمون کا ماخذ : میگا سینا اکمولاڈا
متعلقہ مضامین
مزید خبریں