پېنډې 04 مارچ (اے پي پي) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن وئيلي دي چې د آسټراليا د كركټ لوبډله 24 كاله پس پاكستان ته راغلې، په هېواد كښې د نړيوال كركټ بحالي خوشبينه ده، لانګ او شارټ مارچ كوونكي دې هم مېچ وګوري، زمونږ اپوزيشن تل د اولس په ضد ودرېږي. ده دا خبرې د جمعې په ورځ د پېنډې په كركټ سټېډيم كښې د پاكستان او آسټراليا د كركټ لوبډلو ترمېنځه د مېچ پېل كېدو په مهال وكړې. وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن د سندھ ګورنر عمران اسماعيل سره يو ځائ د پېنډې كركټ سټېډيم دوره وكړه او لوبغاړو سره په ليدنه ئې د خوشحالې څرګندونه وكړه. ده په دې موقع ووئيل چې اپوزيشن ان فټ دے، مېچ به ونه كړے شي، لانګ او شارټ مارچ كوونكي ته به هم ووايم چې دوي دې ګاډي روان وكړي او ټېسټ مېچ كتلو لپاره دې راشي. دوي ته به فري پاس وركوو. بايد دوي هم عام خلقو سره د يووالي څرګندونه وكړي چې دوي د دې وئيلو جوګه شي چې دوي هم اولس سره دي. مونږ هر ځل كتلي دي كه هغه د پېسې لوټ كولو معامله وي، د ګورننس معامله وي يا لوبې زمونږ اپوزيشن تل د اولس په ضد ودرېدلې او په يو داسې وخت كښې كله چې په پاكستان كښې كركټ بحال كېږي، دومره لوي ايونټ كېږي، د اپوزيشن رويه هم هغه ده. چوهدري فواد حسېن ووئيل چې د اپوزيشن مشرتابه ته به ووايم چې دوي ته به يو فري باكس وركړو، دوي دې څلور پنځه ورځې په آرام سره مېچ وګوري او د دې نه پس دې خپله ستراتېژي جوړه كړي ځكه چې خلق خو ئې نه پوره كېږي. د يوې پوښتنې په ځواب كښې د اطلاعاتو وزير ووئيل چې مونږ غواړو چې د هند د كركټ ډله هم دلته راشي، په پاكستان كښې بايد زبردست مېچونه وشي، د دې په ځائ چې مونږ په پاكستان كښې د نړيواله كركټ مخه ونيسو، بايد مونږ د پاكستان او د هند د كركټ ملاتړ وكړو او بايد لوبو ته وده وركړو. ده ووئيل چې زه باور لرم چې په هندوستان كښې به هم داسې غږ وي كوم چې شدت خوښي ردوي. په دې موقع وفاقي وزير د كركټ په بحالې د پي سي بي، سي اے ، آئي سي سي چارواكو مننه وكړه. د سندھ ګورنر عمران اسماعيل هم لوبغاړو سره ملاقات وكړو او په هېواد كښې د نړيوال كركټ په بحال ئې د خوښې څرګندونه وكړه. د سندھ ګورنر عمران اسماعيل د يوې پوښتنې په ځواب كښې ووئيل چې عمران خان خو مېچ ګټلے دے، ده په كال 1992م كښې هر څه ګټلي دي او اوس به هم هر څه ګټي. په دې موقع د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير چوهدري فواد حسېن، د سندھ ګورنر عمران اسماعيل او نورو چارواكو په سټېډيم كښې د پاكستان او آسټراليا مېچ وكتلو ، د كركټ شائقين هم په لويه شمېره په سټېډيم كښې مېچ كتلو لپاره موجود وو.