زياتره پاكستاني وګړي د وزيراعظم په ضد د بې باورۍ تحريك په ناكامه كېدو او 80 فيصده د وزیراعظم عمران خان حکومت خپلې پنځه كلنې مودې په ترسره كېدو باور لري٬ كومې مډ ټرم ټاكنې به نه كېږي٬ “پلس” سروے

image

اسلام آباد۔13مارچ (اے پی پی) زياتره پاكستاني وګړي د وزيراعظم په ضد د بې باورۍ تحريك په ناكامه كېدو باور لري ٬ 62 فيصده وګړي دا مني چې د وزيراعظم عمران خان حكومت به په روان سياسي صورتحال قابو ومومي او 80 فيصده پاكستانيان په دې باور لري چې د وزيراعظم عمران خان حکومت به خپله پنځه كلنه موده ترسره كړي او كومې مډ ټرم ټاكنې به نه كېږي۔ پلس(PULSE) کنسلټنټ د وزیراعظم عمران خان د مارچ په اولنۍ نېټه قوم ته د خطاب او د ريليف اقداماتو ٬ په هېواد كښې د روانې سياسي وضعې او د اپوزيشن لخوا د وړاندې كړې شوي بې باورۍ تحريك په اړه د اولس رائې معلومولو له په ګرد هېواد كښې سروے وكړه په كومه كښې چې د 16 نه تر 55 كلنو وګړو څخه پوښتنې وكړې شوې۔ د سروے نتيجو لمخې په هر لسو كښې 6 (62) فصده خلكو باور ښكاره كړو چې حكومت به په روان سياسي صورتحال قابو ومومي او به 10 كښې 2 (23 فيصده) كسانو د حكومت د ختېمدو اندېښنه ښكاره كړه٬ 15 فيصده وګړو د دې په اړه كوم غبرګون ښكاره نه كړو۔ د پلس كنسټلټنټ لخوا جاري شوې سروے كښې وئيلي شوي چې 80 فیصد پاکستانی وګړي په دې باور لري چې د وزیراعظم عمران خان حکومت به خپله پنځه كلنه مودې ترسره كړي ٬ كومې مډ ټرم ټاكنې به نه كېږي۔ 13 فيصد د منځنۍ مودې ټاكنو تمه لري ٬ بلخوا په سروے كښې شامل 7 فيصده وګړو په دې اړه خپله رائې ښكاره نه كړه۔ قوم ته د خطاب په مهال وزيراعظم وئيلې وو چې په نړۍ كښې د پټروليم مصنوعاتو بيعې زياتېدو باوجود حكومت اولس ته د ريليف وركولو پرېكړه كړې ٬ د وزيراعظم د تقرير او ددې پرېكړې په اړه چې كله د اولس رائې معلومه كړې شوه نو سروے كښې ګډون كوؤنكو 10 فيصده كسانو دې سره بشپړه او 42 فيصده جزوي اتفاق وكړو چې ورسره د وزيراعظم دعوی سره د اتفاق كوؤنكو شرح 52 فيصده پاتې شوه۔ د برېښنا في يونټ بيعه كښې د 5 روپۍ كمي په اړه چې كله سروے كښې شاملو وګړو نه پوښتنه وشوه نو 9 فيصده دا لويې ريليف او 42 فيصده مناسب ريليف وګرځولو۔ دغسې په دې د اطمينان شرح 51 فيصده پاتې شوه ٬ 47 فيصده ووئيل دا كوم زيات ريليف نه دې۔ د احساس مالي مرستې پروګرام كښې د 2 زره روپو اضافې سره د دې 14 زره ته د رسولو په اړه سروے كښې شاملو 63 فيصده كسانو په دې د اطمينان څرګندونه وكړه په كومو كښې چې 32 فيصده بشپړه او 31 فيصده جزوي اطمينان ښكاره كړو۔ بل اړخ ته 32 فيصده وګړو دې سره اتفاق ونكړو او 5 فيصد رائې ښكاره نه كړه۔ په پنجاب صوبه كښې د صحت كارډ او د حكومت كاركردګۍ په اړه سروے كښی د پنجاب 66 فيصده وګړو بشپړه اطميان ښكاره كړو ٬ 29 فيصد د بې اطمينانۍ څرګندونه وكړه او 6 فيصده كومه رائې ورنكړه۔

مضمون کا ماخذ : کنگ میکر
متعلقہ مضامین
مزید خبریں